1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ګوانتانامو ۳ افغان زندانیان عربي اماراتو ته انتقال شوي

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د ګوانتانامو ۱۵ زندانیان عربي اماراتو ته انتقال شول. د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د حکومت په دوران کې دا په یو وار تر ټولو زیات زندانیان دي چې يوه بل هیواد انتقالیږي. په دوی کي درې تنه افغانان دي.

https://p.dw.com/p/1JiwE
انځور: Getty Images/AFP/M. Antonov

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ويلي دي چې په دې زندانیانو کې ۱۳ کسان يمنيان او درې نور افغانان دي چې متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) په دې هڅه کې وو چې په یمن کې د کورنۍ جګړې له امله یمني زندانیان یو بل دریم هیواد ته انتقال کړي.

د امریکا د شپږو امنیتي ادارو د نظامي چارواکو تر څیړنې وروسته دوی دې پایلې ته ورسیدل چې له دې ۱۵ زندانیانو څخه شپږ زندانیان کوم امنیتي تهدید نه جوړوي او د نهه نورو په هکله پریکړه وشوه چې بل هیواد ته انتقال شي ځکه په بند کې د دوی ساتل نور اړین نه وو.

د امریکا د دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي: «د امریکا متحد ایالات د ګوانتانامو زندان د بندولو د هڅو د ملاتړ په موخه د متحدو عربي اماراتو له بشر دوستانه مرستو منندوی دي.»

متحدو عربي امارتو ته د دې ۱۵ زندانیانو تر سپارلو مخکې تیره میاشت يو تاجيک او يو يمنی سربیا او يو زنداني ایټالیا ته سپارل شوي ول. متحدو عربي امارتو تر دې دمخه هم د ګوانتانامو ځيني زندانیان منلي ول.

تر دې لېږد وروسته په ګوانتامو زندان کې یوازې ۶۱ کسان پاته شوي. د۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱ پر امريکا تر بريدونو وروسته د کيوبا په ټاپو کې د گوانتانامو زندان کې نژدې ۷۸۰ کسان د تروريستي بريدونو په تور بنديان شول.

بیلابیل غبرګونونه

مخکې له دې چې د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې د ولسمشر باراک اوباما کاري دوره پای ته ورسیږي، د بخښني نړیوال سازمان له خوا د دغه اعلان هرکلی شوی او دا یې د اوباما له خوا د دې جنجالي زندان د بندولو په موخه ښه کاري اقدام ګڼلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا متحدو ایالاتو د امنیتي او بشري حقونو د پروګرام مشر، نوریم شاه د فرانسې خبرې اژانس ته وویل: «د نا معلوم وخت له پاره د ګوانتانامو زندان د کارولو د مخنیوي په موخه، دا ډیر مهم اقدام دی.»

که څه هم ډېرو کسانو د دې خبر هرکلی ونه کړ. د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټی مشر او د جمهوري غوښتونکو استازې، اي ډی رایس په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي چې د اوباما اداره د دې جنجالي زندان په بندولو سره «د امریکایانو ژوند په دې ډول پالیسیو سره دوه برابره په خطر کې اچوي.»

هغه په یوه بیانیه کې ویلي: «یو ځل بیا سخت دریځي ترهګر بهرنیو هیوادونو ته سپارل کیږي او دا یو تهدید دی.»

د ۱۰۷ اوسنیو او پخوانیو زندانیانو د څېړونو تر خپرولو وروسته د دوی کړنو ته په کتو سره، د جمهوري غوښتونکو سناتورې کیلي ایوتي، هم په ورستیو کې د ګوانتانامو زندان د نه بندولو غوښته کړې وه.

هغې وویل: «هرڅومره چې امریکایان د دې ترهګرو د کړنو او اړیکو په هکله معلومات ترلاسه کوي، په همدې اندازه به دوی د حکومت د غلطو پلانونو او د زندانیانو د آزادۍ پر وړاندې غبرګون وښيي.»

د ګوانتانامو زندان د بندولو چارو ځانګړي استازي لي ولوسکي، د دې څرګندونو په ځواب کې ويلي دي چې د ګوانتانامو زندان په کارولو سره «په حقیقت کې د امریکا ملي امنیت کمزوری کیږي او له مهمو متحدینو او ملګرو سره زموږ اړیکې زیانمنوي او سخت دریځي ترهګر نور هم غښتلي کوي.»

د اوباما غښتلی دریځ

په راتلونکي کال کې د خپلې کاري دورې تر پای ته رسیدو مخکې، ولسمشر اوباما غواړي چې دغه زندان په چټکۍ سره بند کړي او په دې کار سره هغه د جمهوري غوښتونکو له سختو غبرګونو سره مخ دی. کله چې اوباما واک ته ورسید، په ګوانتانامو کې ۲۴۲ زندانیان ساتل کیدل او له دې ډلې څخه تر اوسه دریمه برخه يې نورو هیوادونو او یا زندانونو ته لیږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا متحدو ایالاتو له خوا د زندانیانو د خلاصون هڅې ګړندۍ شوي دي. اوس په دې زندان کې په ترهگرۍ تورن ۱۹ کسان ساتل کیږي او د انتقال له پاره چمتو شوي دي.

د دې زندان د بندولو له پلان سره سم ډېر زندانیان په امریکا متحدو ایالاتو کې هم تر ټينگ امنیتي څار لاندي په زندان کې ساتل کیږي.

د امريکا د ملي استخباراتي سازمان د مشر دفتر ويلي دي چې د واک ته د اوباما په رسیدو سره د ګونتانامو له زندان څخه آزاد شوي بنديانو پنځه سلنه یې بیرته ترهګریزو فعالیتونو ته مخه کړې او اته سلنه نور په دې کار تورن شوي دي.

د بوش د ادارې پر مهال د آزاد شوو زندانیانو ۲۱ سلنه بیرته ترهرګري پیل کړې او ۱۳ سلنه نور يې په ترهګریزو کړنو تورن شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب