له کندهاره بهرني ملايان ايستل سوي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبهد کندهار ولايت د ډنډ ولسوال دغه خبري د مشرانو جرګي د دفاعي کمېټي له پنځه کسيزي ډلي سره په خبرو کي وکړې.
د ډنډ ولسوال احمدالله نازک وويل، په تيرو٢مياشتو کي ئې له خپلي ولسوالۍ څخه ۳۵ تنه پاکستاني او ۴ تنه ايراني ملايان په دې سبب ايستلي دي چي د دولت پرضد ئې په ښکاره خلګ وسله والو پاڅونونو ته هڅول:
«په دې ښار کي دننه داسي مسجدونه سته چي په ښکاره ډول ملايان هره جمعه پر منبر باندي د دولت پرضد تبلغ کوي. په تيرو٢مياشتو کي ما له خپلي ولسوالۍ څخه ۳۵ تنه د پاکستان د بلوچستان ايالات د مسلم باغ سيمي ملايان او ۴ تنه ايراني ملايان چي د دولت پرضد ئې د امامت په نامه تبلغات کول ايستلي دي.»
د هغه په خبره اوس هم په لسونو داسي ملايان په مسجدونو کي امامت کوي چي کورونه ئې په پاکستان کي دي، تذکرې نه لري او په ښکاره زموږ پر ضد د خلګو په منځ کي د طالبانو حمايت کوي.
د ژړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي بيا د دې خبرو تر څنګ يادونه وکړه چي اوس هم د طالبانو د کوټي شورا په مستقيم ډول د کندهار يو شمير ولسواليو ته پلاوي را ليږي او خلګو ته د کوکنارو د کرولو تر څنګ دا ډاډ هم ورکوي، چي هيڅوک به ستاسي کرل سوي کوکنار له منځه يو نه سي.
هغه په دې لار کي د نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې وزارت پړبولي چي کندهار په ځانګړي ډول شمالي ولسواليو ته په هغه کچه پاملرنه نه کوي،چي ورته په کارده.
خو د ياد وزارت مسئولين وايي، چي د دوى له پاره ټول ولايتونه او ولسوالۍ يو ډول اهميت لري او د کوکنارو د مخنيوي په لار کي ئې له هيڅ ولايت څخه خپلي هڅي نه دي سپمولي.
د کندهار سيمه ييز چارواکي غواړي چي په دې لار کي دي د تبلغاتو مخه په غښتلو تبلغاتو ونيول سي، د دوى په خبره په دې لار کي حکومت يوازي خپل تبلغات د
کانګريټي ديوالونو شاته ترغونډو پوري محدود کړي دي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کميټې د پنځه کسيز پلاوى مشر امين الله ساپي دغونډي په وروستيو کي د کندهار سيمه ييزو چارواکو، خلکو او منورينو سره ژمنه وکړه چي د دوى ږغ به تر لوړپوړو چارواکو پوري رسوي.
د نوموړي په خبره حالاتو ته په کتو بيا هم د کندهار امنيت تر پخوا د ډاډ وړدئ او په دې لار کي ئې د کندهار د خلکو همکاري او د چارواکو هلي ځلي وستايلې.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل