1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له کابل څخه په میلیونونو ډالر ایستل شوي دي"

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس نورالله دلاوري، د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډي ته ویلي دي چې په زرونو میلیونه ډالر د کابل له هوايي ډګر څخه په ناقانونه توګه دباندي اېستل شوي دي

https://p.dw.com/p/14ESR
انځور: DW

ښاغلي د لاوري، وویل چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې ۷۱۱ میلیونه ډالر او همدا شان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یو میلیارد او ۵۶۲ میلیونه ډالر د کابل د هوايي ډګر له لارې بهر ته وړل شوي دي.

هغه په دغه خبرې غونډه کې زیاته کړې دی چې پر دې سربیره په تېر کال کې ۲۷۱ میلیونه یورو هم بهر ته اېستل شوي دي چې اوس دا مبلغ ۵۴۵ میلیونو ته لوړ شوی دئ.
دلاوري وړاندې وایي چې په ۲۰۱۱م کال کې ۹۱۲ میلیونه سعودي ریال هم بهر ته انتقال شوي دي:

« د پيسو دغه ناقانونه لیږدونې د افغانستان د مرکزي بانک د مسئولینو او د افغان حکومت اندیښنې زیاتي کړي دي.»

د نوموړي په خبره تردې وروسته اوس صرافان هم نه شي کولای چې د یوه میلیون څخه زیاتې افغانې بهر ته ولیږدوي:

« که چیرې څوک غواړي چې تر یوه میلیون زیاتې افغانې یا ۲۰ زره ډالر بهر ته ولیږي نو باید چې د سوداګریزو بانکونو له لارې ئې واستوي او دغه سوداګریز بانکونه باید په دې اړه خپل راپور مرکزي بانک ته وړاندې کړي.»

د مرکزي بانک رئیس زیاته کړې ده چې پردې نه پوهیږي چې ولې بهر ته په ناقانونه توګه د پيسو لیږدونه زیاته شوې ده خو د مرکزي بانک مالي استخباراتي څانګه هڅه کوي چې په دې برخه کې پلټنې وکړي.

خو یو شمېر اقتصاد پوهان پردې باور دي چې دغه پیسې زور واکانو له افغانستان څخه بهر ته ایستلي دي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر، دویچه ویله پښتو انټرنیټ پاڼې ته وویل چې په دولتي ادارو کې د پراخ مالي فساد له امله هېواد هر کال په میلیاردونو ډالره زیان ویني.

خو د مرکزي بانک رئیس وايي چې دغه پیسې زیاتره د صرافانو له خوا افغانستان ته راوړل شوي او بیرته په ناقانونه توګه بهر ته لیږدول شوي دي او له دې لارې صرافانو هم خپله ونډه اخېستې ده.

اوس افغان حکومت وايي چې هڅه به وکړي چې تردې وروسته له هېواد څخه په ناقانونه توګه د پيسو د لیږد مخه ونیسي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض