له ښځوسره زورزياتی
حسن بری۱۳۸۳ بهمن ۲۷, سهشنبهدښځينه ژوندون دغمجنوواقعيتونوپه ډله کی يوهم دنجونواوښځوپه مقابل کی له زورزياتی نه کاراخيستل شميرل کيږی. په ټوله نړۍ کی لږترلږه هره دريمه ښځه دخپل ژوندپه ترڅ کی وهل کيږی، جنسی عمل ته مجبوريږی وياهم بل ډول جنسی ناوړه چلندورسره کيږی. مجرمين په نورمال حالت کی ياددغوښځود کورنۍ غړی دی اويادهغوۍ آشنايان. دروغتيادنړيوالې ټولنې دمعلوماتوله مخی په نړۍ کی دوژل شويو ښځو ٪٧٠ دهغوۍ د نارينه دژوندملگرولخواوژل کيږی.
ميرمن Susanne Hehl د amnesty international دنړيوالې ټولنې دآلمان داتحادی جمهوريت دڅانگې دښځو دچارومتخصصه، په راتلونکی کی له ښځوسره دزورزياتی دله مينځه تللودامکان په هکله وائی: » دنړۍ د ښځوحالت ډيرسخت دی، مگرسړی بايدخپله هيله له لاسه ورنکړی. «