1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښاغلي مجاهد سره مرکه

۱۳۸۶ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د ويچه ويلي:څو ورځي مخکي بهرنيو او افغان ځواکونو د ولسي جرگې د غړي او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف پرکور باندی چپاو کړی . مجاهد : بلې يوشمير خارجي او داخلي ځواکونو چي شميريي شاوخوا د وسوتنو ته رسيده غو‍ښتل يي په پغمان کي د سياف کور تلاشي کړي

https://p.dw.com/p/DMpC
يو څه موده مخکې د ولسي جرگې د غړي او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف پرکور باندی چپاو شوی و
يو څه موده مخکې د ولسي جرگې د غړي او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف پرکور باندی چپاو شوی وانځور: AP

خو له نيکه مرغه چي پخپله سياف هلته حاضرو نو خبره په خير تيره سوه، چي دد وشنبې په ورځ په د اولسي جرگې د غونډي په اجندا کي هم دې مسلې ته ځای ورکړل سو چي وروسته وکيلانو ورباندي خبري وکړي او دکورنيو چاروله وزارت څخه وپوښتل سول خو هغوي پدې اړه بې خبري وښوده.

د ويچه ويلي : تاسو واياست چي په دې تلاشي کي افغاني پوليس هم ورسره وه او دکورنيو چارو وزارت وايي چي موږ په دې عملياتو خبر نه يو نو هغه افغان پوليس څوک وه.
مجاهد : خبره په دغه ځای کي ده د کورنيو چارو وزارت وايي موږ نه يو خبر د ناټو ځواکونه قومندان وايي موږنه يو په خبر پداسي حال کي چي د د وسو په شاوخوا کي منظم کسان شاوخوا څلور ساعته عمليات ترسره کوي او د وي خبر نه دي ، زموږ پوښتنه هم دغه ده چي تر کومه حده غفلت روان دی او تر کومه ځايه قانون تر پښو لاندي کيږي، په اساسي قانون کي راغلي چي د هر افغان کور خوندي دي د قضاپه اجازه پوليس کولاسي چي د کور د ننه ورسي او تلاشي وکړي او د وکيلانو په اړه راغلي چي دد وي کور خوندي دی هيڅ څوک حق نلري چي دد وي کور تلاشي کړي خو تر اوسه د کورنيو چارو وزارت سم ځواب ندي ورکړي که چيري دا همداسي وي چي د وي په خبر نه وي نو دا پخپله دا ښی چي د کورنيو چارو په وزارت کي څومره بې پروايي روانه ده.

د ويچه ويلي : د سياف کوم کور تلاشي سوي ويل کيږي چي هغه په کابل کي يو نه بلکي څو کورونه لري.
مجاهد : نه د سياف ماشومان پخپله په خوشحال مېنه کي اوسيږي هلته څه خبره نه وه سياف په پغمان کي د شادي په نامه يوه تپه ده هلته کور لري د فتر او مېلمستون يي دي هلته عمليات ترسره سوي.

د ويچه ويلي : ويل کيږي چي ځواکونه د تلاشي په وخت کي کور ته نه دي ور ننوتي يوازي هغه پوسته تلاشي کړي چي د سیاف ډ کورسره پرته ده.
مجاهد : هغه منطقه يوغټ حريم دی په همدې ور ننوتي وه د نيظام قرول څخه تيرسوي وه کورته نژدي کورته ور نژدي سوي وه چي پخپله سياف هم هلته حاضر و او ساتونکي يي هم ورسره وه .

د ويچه ويلي : تاسو وويل چي سياف هم په کور کي و د هغه غبرگون څه و ددې ځواکونو په وړاندي.
مجاهد : د ا پر هر افغان باندي بد تاثير کوي چي پردی خلگ يي په کور ونوکي گرځي نو طبعآ سړی خفه کيږي سياف هم ډ ير غمجن و بيا ښه دي چي هلته و چي کومه پېښه رامنځ ته نه سوه که نه نو هلته ساتونکي په و سلو سمبال وه چي د بهر نيو ځواکونو په مخ کي هم د ريدلي وه بيا سياف ساتونکي منع کړي او د وی يي هم پرې نه ښودل چي کور تلاشي کړي.