1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دويچه ويله مرکه

مرکه کوونکی: سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته له کانديدانو سره د مرکو په لړ کي نن له دويچه ويله سره د ډاکټر عبدالله عبدالله مرکه خپريږي. مرکه څو ورځي مخکي تر سره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1BVtg
انځور: AP

دويچه ويله: که چيري تاسي راتلونکی ولسمشر سئ، ستاسو کار به له اوسني ولسشمر حامد کرزي سره څه توپير ولري؟

عبدالله: متاسفانه په دا وروستيو ۱۳ کلونو کي ډېر فرصتونه د افغانستان د خلکو له لاسه ووتل. که دا د هيواد په داخلي مسائيلو کي وگورو او يا په نړيوالو اړيکو کي ، افغانستان اوس په يوه حساسه مرحله کي قرار لري. له خلکو سره يو وار بيا اړيکي ټينگول او اعتماد را پيدا کول او له نړيوالي ټولني سره د ښه او متقابل احترام پر اساس اړيکي راژوندۍ کول، دا به زموږ د راتلونکي حکومت لومړنۍ وظيفه وي. خو متاسفانه لکه څرنگه چي موږ او تاسو ته معلومه ده دا بهرنۍ مرستې چي له افغانستان سره کيږي، پر هغو هم مطمين نه يو چي کوم ځای ته به ورسيږي. افغانستان بايد پر دغو مرستو باندي متکي نه وي، او بايد کرار کرار داسي مرحلې ته ځان ورسوي چي پر خپل ځان اتکا وکړي. خو دا يوه اوږده لار ده ، بې له خلکو له مرستو او بې له نړيوالي ټولني دا کار امکان نه لري.

دوهمه مسئله داده چي هغه وعدې چي خلکو ته ورکول کيږي، بايد پر هغو باندي عمل وسي. که موږ وايو چي د فساد په مقابل کي مبارزه کوو نو بايد خلک له فساد سره د مبارزې له پاره ټينگ عزم او اراده ولري او يا پر ټولو خلکو باندي د قانون يو شان پلي کول، دا هم يوه کلکه اراده غواړي. متاسفانه په اوسني وخت کي د افغانستان خلک له مشکلاتو سره مخامخ دي.

دويچه ويله: آيا له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاسليک کوي؟ که نه تاسو هم پر هغو شرطونو باندي ټينگار کوئ چي کرزی يي کوي؟

عبدالله: شرايط نسته، کرزی صاحب يو شرط لري چي اول بايد سوله رامنځ ته سي او بيا تړون لاسلیک سي. زه فکر کوم چي دا نه سي عملي کيدای. په دې اړه مذاکره سوې او پر ټولو ټکو باندي د دواړو خواوو له اړه موافقه سوې ده. خو دا شرط بيا وروسته راپيدا سو. زما په نظر د تړون امضأ کول د افغانستان له پاره ضروري دی او بايد ژر تر ژره لاسليک سي. که کرزی صاحب هغه امضأ نه کړي نو بايد راتلونکی حکومت هغه لاسليک کړي.

دويچه ويله: په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره ستاسو چلند څه ډول وي؟

عبدالله: اوله مسئله دا ده چي د خبرو اترو له پاره بايد دروازه پرانيستې وي. دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او دا د افغانستان ضرورت دی. خو بيا هم د هغه ترڅنگ بايد د مصالحې دغه پاليسي بايد يوه واضح پاليسي وي. د افغانستان د خلکو هغه لاسته راوړني چي په دا تيرو ۱۳ کلونو کي درلودې، هغه بايد د سولي د خبرو اترو قرباني نسي، دا ډېره مهمه مسئله ده. له يوې خوا موږ غواړو چي دغه مذاکره وکو او له بلي خوا هغه کسان چي په جگړه اخته دي هغوی بايد په دې پوه سي چي موږ بايد د خلکو له حقوقو څخه هم دفاع وکو. خو د دغي پاليسۍ بل اړخ تر اوسه پوري واضح نه دی. د سولي تر نامه لاندي متاسفانه يوازي خبري او پروگرامونه روان دي، خو د هغه نتيجه خلکو تر اوسه پوري نه ده ليدلې.

دويچه ويله: د افغانستان ستره ستونزه په څه کې وينئ: امنيت؟ اداري فساد او که په بېکارۍ او فقر کې؟ د ستونزي د حل له پاره ستاسو پروگرام څه دی؟

عبدالله: دغه ټولې ستونزي چي تاسو ورته اشاره وکړه يو له بل سره تړلي دي. له بېکارۍ څخه ناامني رامنځ ته کيږي. فقر او بېوزلي خپله د ناامنۍ سبب کيږي. بل دا چي امنيت نه وي، فرصتونه د افغانستان د خلکو له لاسه وځي. پانگه اچونه نه کيږي، وده نه رامنځ ته کيږي. دا ټول مسائل يو له بل سره تړلي دي. موږ د امنيت په راوستلو، د ښې ادارې د رامنځ ته کولو، د قانون په پلي کولو او د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره هر اړخيز پروگرامونه تر لاس لاندي لرو.

دویچه ویله: د دې له پاره چي افغانستان له اقتصادي اړه پر خپلو پښو ودریږي، څه مشخص پروگرام لرئ؟

عبدالله: هغه وخت چې افغانستان له اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو ودریږي ډیر وخت پاته دی. تر هغه وخته باید د نړیوالو همکاریو د جلبولو له پاره کار وسي. د افغانستان د طبعي شتمنیو څخه په ښه توگه کار واخیستل سي. زراعت چې د افغانستان د خلکو د بوختیا یوه لویه برخه جوړوي او زموږ اقتصاد ورباندي تکیه کوي، بايد ورباندي کار وشي، په دغه برخه کې باید پانگونه وشي. په سیمه کې د یوه واحد نظر د رامنځ ته کولو له پاره باید زیار وایستل سي او په عین وخت کې بايد یوه داسي اقتصادي پروگرام ته وده ورکول سي چې فقر له منځه ولاړ سي او د کار موندلو د ثبات لرونکي پرمختگ او د بهرنۍ پانگوني چي په خصوصي سکتور کي هم شامل وي د راجلبولو له پاره کار وسي. موږ هم داسي یو نظر او پروگرام لرو چي انشا الله له دغه موجوده وضعیت څخه داسي ځای ته ورسیږو چي خلک یې توقع لري.

دویچه ویله: په افغانستان کې د گاونډیو او نورو بهرنیانو د گټو د تصادم د مخنیوي له پاره، څه ډول بهرنی سیاست تعقیبوئ؟

عبدالله: په مجموع کي د افغانستان د ملي گټو لومړیتوب او په عین وخت کي د تشنج مخنیوی او له گاونډیو هیوادونو او سیمي سره او په ټولیزه توگه له نړیوالي ټولني سره په اړیکو کې فعاله دیپلوماسي زموږ د بهرني سیاست ستري موخي دي. نن ورځ په دې پوهیږئ چې له بده مرغه له گاونډیو سره د افغانستان اړیکي ترینگلي دي. لږ تر لږه له دوو گاونډیو هیوادونو او په بهرنۍ سطح له نړیوالي ټولني سره د افغانستان اړیکي په مناسب وضعیت کې قرار نه لري. افغانستان تر اوسه په نړیوالو سازمانونو کې له خپله حضور څخه سمه استفاده نه ده کړې او نه یې فعال حضور لرلی دی او له بده مرغه فرصتونه له لاسه تللي دي، په دې برخه کي اصلاح ته ضرورت دی. د دې له پاره باید عملي گامونه واخیستل شي چې افغانستان د سیمي او په نړیواله کچه د یوه باوري شریک په توگه ځای پیدا کړي.