له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسید
د اگست میاشتې پر ۲۵ نېټه له چین څخه د سوداگریزو توکو د لیږدولو لومړي اورگاډي د افغانستان پر لور حرکت وکړ. دغه اورگاډی تر دوه اوونیو وروسته د افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان بندر ته راورسید.
په پام کې ده چې هرې دوې اوونۍ وروسته له چین څخه افغانستان ته د سوداگریزو توکو د انتقالولو له پاره اورگاډی د حیرتان پر لور سفر وکړي. په دې ترڅ کې لومړي اورگاډ د اگست میاشتې پر ۲۵ نېټه حرکت کړی وو، چې د چهارشنبې په ورځ حیرتان ته راورسید.
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند ښاغلی قوقندي په حیرتانو کې خبریالانو ته وویل چې تر دې وروسته به هغه سوداگریز توکي چې د کراچۍ او نورو سمندري لارو افغانستان ته راتلل اوس به د دغه اورگاډي په واسطه افغانستان ته لیږدول کیږي.
څو ورځې تر مخه په چین کې د افغانستان سفیر له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي وو چې «د دغې مستقیمي کرښې رامنځ ته کیدل افغانستان ته دا فرصت برابروي تر څو مونږ وکولای شوي چې خپلې طبیعي منابع چین ته صادر کړو.» په دغو طبیعي منابعو کې د نورو تر څنگ اوسپنه، مس، قیمتي او نیمه قیمتي ډبري، مرمر، لاجورد شامل دي.
د اورگاډي دغه مستقیمه پټلۍ د چین څخه پیلیږي او د قزاقستان، قرغیزستان څخه وروسته د تاجکستان له لارې حیرتان بندر ته رسیږي. دغه اورگاډی به په میاشت کې دوه وارې سفر کوي چې کابو ۱۲ ورځو کې رسیږي.
په دې تړاو په حیرتان ښارگوټي کې ځانگړي مراسم په پام کې نیول شوي چې په افغانستان کې د چین سفیر هم پکښې گډون کړی وو. هغه هوډ څرگند کړ چې حکومت به یې افغان سوداگرو ته لا ډیرې سوداگریزي آسانتیاوې برابرې کړې.