1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پیتریووس څخه په کانگرس کې پوښتنې شوې دي

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/16kvP

د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې CIA له پخواني مشر دیویدید پتیریووس څخه په کانگرس کې د تړلو دروازو تر شا پوښتنې شوي دي. پیتریووس کابو یوه اونۍ تر مخه له واده څخه پرته د یوې بهرنۍ اړیکې د ساتلو تر رسوا کیدو وروسته د خپلې دندې څخه استعفی وکړه. له پتریوس څخه اوس د لیبیا هیواد د بنغازي په ښار کې د متحده ایالاتو پر کونسلگري د شوي برید له امله پوښتنې کیږي.

د کانگرس استازو د معلوماتو له مخې پیتریووس کانگریس او استخباراتي جرگه گۍ ته ویلي دي چې د اوباما دولت ښایي د دغه برید څخه چې د القاعدې د جنگیالیو له لوري تر سره شوی وي تر مخه خبر وي. د اوباما دولت په لومړي سر کې اعلان کړی وو چې په بنغازي کې په کونسلگرې باندې شوی برید د اسلام پر ضد د جوړ شوي فلم په غبرگون کې تر سره شوی دی، خو دغه اعلان د جمهوري غوښتونکو له خوا تر انتقاد لاندې راغلی وو. په دغه پیښه کې د متحده ایالاتو د کونسلگرۍ د څلورو کاروکونکو په شمول د لیبیا له پاره د متحده ایالاتو سفیر هم وژل شوی وو.