له پاکستان سره د امریکا پوځي مرستې ښايي بیرته پیل شي
۱۳۹۲ مهر ۲۹, دوشنبه
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري حرف، د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه مرستې له پاکستان سره په امنیتي برخه کې د اوږدې مودې همکاریو د پيلیدو یوه برخه ده.
په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې ترینګلې شوې وې، خو اوس دغه اړیکې یو ځل بیا د ښه کیدو په حال کې دي.
دا خبر تر هغه وروسته خپور شو چې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري، سره ولیدل. دا لومړی ځل دی چې سږ کال د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی امریکا ته سفر کوي.
جان کیري د خبرو په پيل کې نواز شریف ته وویل، داسې ډیر مسائل شته چې باید پرې خبرې وشي. خو دغه امریکايي چارواکي ټینگار وکړ چې له پاکستان سره مناسبات د دغې لیدنۍ کتنې مهمه موضوع جوړوي.
کیرۍ پاکستان یو داسې «دیموکرات هیواد» وباله چې د خپل اقتصادي پرمختګ له پاره هڅه کوي، د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کوې او د سیمي د ثبات په برخه کې یو مهم نقش لوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دواړو لوړپوړو چارواکو د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارې، انرژي، سوداګرۍ، پانګه ونۍ، او په یو« باثباته افغانستان کې د خپلو ګډو علایقو» په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چازو وزارت زیاته کړې ده:«دواړه اړخونه د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د ګډو او دوامدارو همکاریو پر سر موافقې ته ورسیدل. دوی همدارنګه په دې اړه موافقه وکړه چې د اقتصادي فرصتونو د برابرولو له لارې به د هغو کسانو سره مبارزه وکړي چې قسماً تندلاري دي.»
واشنګټن په مې میاشت کې د لومړي وزیر په توگه د نوازشریف تر ټاکل کیدو وروسته، د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو د مناسباتو د ښه کولو په برخه کې د هغه د هڅو ستاینه وکړه.
د دغو دواړو هیوادونو اړیکې تر هغه وروسته تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې شوې چې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې امریکايي ځواکونو په پاکستان کې د القاعدې د ترهگرې شبکې مشر اسامه بن لادن، وواژه.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې روښانه کړې ده چې له پاکستان سره اوس هم د امریکا متحده ایالاتو ملکي مرستې دوام لري. د دغو مرستو ارزښت ۸۵۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
ماري حرف زیاته کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له مرستو څخه د پاکستاني ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې استفاده کیږي چې «د دغه هیواد په لویدیځو سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې په برخه کې حیاتي ارزښت لري.» له پاکستان سره د امریکا متحده ایالاتو ملکي مرستې د انرژې، ښوونې او روزنې او اقتصادي ودې په برخو کې لګول کیږي.
ټاکل شوې ده چې نوازشریف به د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر بارک اوباما، سره وویني. جان کیري د اګست په میاشت کې له پاکستان څخه لیدنه کړې وه. واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو پوځې ځواکونو د ایستلو په برخه کې د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.