1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه د افغان کډوالو وتل ساری نه لري

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د روان کال له پیل راهیسي له پاکستان څخه تر ۶۵۰۰۰ زيات افغانان بیرته خپل هيواد ته ستانه شوي. د تیر کال په دسمبر میاشت کې د یاغیانو له خوا په پیښور کې د ماشومانو تر وژلو وروسته، د افغان کډوالو ژوند په دغه هیواد کې سخت شو.

https://p.dw.com/p/1FP2s
انځور: Reuters/F. Aziz

تر دغي پيښي وروسته یو شمېر سیمه ییزو پاکستاني چارواکي او اوسیدونکو شک لاره چې برید کوونکو د افغان کډوالو په کورونو کې يرغل پلان کړی وو.

د کډوالو نړیوالې ادارې ( IOM) ویلي دي چې د روان کال په درو لومړیو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د راغلو کډوالو شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله نهه واري لوړ دی.

دغه سازمان ویلي دي چې افغان کډوال د پاکستان حکومت د فشارونو له کبله د دغه هیواد پریښودو ته اړ شوي دي. هغوی ویلي دي چې د ۶۰۰۰۰ هغو افغانانو تر څنګ چې پاکستان یې پریښی دی، ۶۰۰۰ نور داسې کسان هم شته چې په جبر او زور سره له پاکستانه ایستل شوي دي.

د کډوالو نړوالي ادارې زیاته کړې ده چې د دغو کسانو په ډله کې بې سرپرسته ماشومان او داسي زاړي وګړي هم شته چې روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

له پاکستان څخه ډیر ستانه شوي افغانان اوس د جلال آباد ښار ته نزدې په یوه کمپ کې اوسیږي. خو ډیر نور بیا کابل او د افغانستان نورو برخو ته تللي دي. ځینو نورو يې بیا په هر ځای کې چې برابره شوې ده خیمې وهلي او خپل ژوند یې پیل کړی دی.

په کابل کې د کډوالو د نړیوال سازمان د رسنیو مسئول متیو ګریدون، وايي: «موږ هیڅکله د کډوالو په راتلو کې دومره ډېرښت نه وو لیدلی. دا چې سړي [د افغانستان او پاکستان] پر پوله له کډوالو سره مرسته وکړي یوه بشري ستونزه ده. دغه کسان چې اوس بیرته راستنيږي هیڅ نه لري او له خپل هیواده څو لسیزي لیري ول.»

داسې اټکل کیږي چې اوس په پاکستان کې درې میلیونه افغان کډوال اوسیږي. د کډوالو د ادارو چارواکي وایي چې د تیر کال د پیښور تر پیښې وروسته چې ۱۵۳ کسان په کې ووژل شول، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې په چلن کې بدلون راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونوا ايالت د عدلیې وزیر امتیاز قریشي، ویلي دي چې یوازي هغه کډوال له دې سیمي څخه ایستل شوي دي چې قانوني اسناد يې نه لرل او په غیر قانون توګه یې ژوند کاوه.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې له دې سیمې څخه د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو بهیر له پیل راهیسې په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی دی او د جرایمو کچه کښته شوې ده.

افغان کډوال د بيرته سنېدو پرمهال
افغان کډوال د بيرته سنېدو پرمهالانځور: Reuters/F. Aziz