له ياغيانو سره ۵۰۰ ميليونه ډالره مرسته کيږي
۱۳۹۳ تیر ۶, جمعهسپيني ماڼۍ ويلي دي چي جمهور رئيس بارک اوباما له کانگرس څخه غوښتي دي چي د سوريې رژيم له مخالفانو سره ۵۰۰ ميليونه ډالره مرسته وکړي. دغه پيسي به د ياغيانو د روزني او تجهيز په برخه کي مصرف سي.
متحده ايالاتو تر اوسه پوري د سوريې له ياغيانو سره چي د بشارلااسد په مقابل کي جنگیږي ۲۸۷ ميليونه ډالره د «غير وژونکي تجهيز» په نوم مرسته کړې وه. د اسد مخالفان له ډېر وخت راهيسي له غرب څخه د وسلو مرسته غواړي.
خو د امريکا متحده ايالات او د هغوی متحدان له دې څخه ويري لري چي داسي نه چي دغه وسلې بيا په سوريه کي د افراطيانو، د بېلگې په توگه د داعش وسله والي ډلي لاسونو ته ورسي. د پنجشنبې په ورځ سپيني ماڼۍ يو وار بيا وويل چي په دغو مرستو کي د وسلو مرسته نسته.
په حلب کي يو ميليون انسانان بې له پاکو اوبو
ملگرو ملتونو د سپيني ماڼې تر دغه اعلان يوازي څو ساعته دمخه نيوکه کړې وه چي د سوريې ياغيانو په تيرو څو اوونيو کي په څو ښارونو کي د غير نظامي تاسيساتو په ورانولو پيل کړی دی.
د ملگرو ملتونو د بېړنيو مرستو همږغي کوونکي واليري آموس، په نيويارک کي د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته ويلي دي چي «دغه امر [د غير نظامي تاسيساتو ورانول] د دې سبب سوی دی چي خلکو ته پر وخت پاکي اوبه نه ورسيږي برېښنا قطع سي او د بدرفت سيستم هم له کار ولويږي.
يوازي په حلب ښار کي نزدې يو ميليون انسانان پاکي اوبه نه لري. په فبرورۍ مياشت کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړي سره سره چي پکښې د ملکي وگړو ساتنه او هغوی ته د مرستندويانو لاس رسی تصويب سوی وو بيا هم په دغه کورنۍ جگړه کي ښکېل هيواد حالت ښه سوی نه دی.
آموس د جگړې دواړو اړخونو ته په اشارې سره وويل: «په هغو سيمو کي چي ډېر خلک اوسېږي د هدفمنو بريدونو ډېر نمونې موجودي دي، او له نړيوالو بشري قوانينو څخه سخته سرغړونه کيږي.» د هغې په خبره د غير نظامي تاسيساتو ورانول غير انساني او له هرډول انساني کړنو له چوکاټه وتلي دي.
هغې زياته کړه چي تر اوسه پوري نزدې ۲۴۱۰۰۰ انسانان اوس هم په کلابندو سيمو کي ژوند کوي. د دغو خلکو يوازي په سلو کي يو توانېدلی دی چي په تيرو اوونيو کي له بېړنيو مرستو څخه برخه من سي. په ټوليزه توگه ۱۰،۸ ميليونه سوريايان له دباندي څخه مرستو ته اړتيا لري، چي دا تر شپږ مياشتي دمخه ۱،۵ ميليونه ډېرښت ښيي. په سوريه کي تر اوسه پوري ۶۰ تنه مرسته رسوونکي وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي د ۲۰۱۱ کال د دوبي راهيسي چي په سوريه کي د بشارلااسد او د هغه د مخالفانو ترمنځ جنگ پيل سوی دی تر اوسه پوري تر ۱۶۰۰۰۰ ډېر انسانان وژل سوي دي.