1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هندي ځواکونو سره په نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه

د پاکستان د پوځ په وینا د کشمیر په سیمه کې پر موجوده پوله د هندي ځواکونو سره د متقابلو فیرونو په پایله کې یې دوه عسکر وژل شوي دي. دواړه اړخونه پر یو او بل د لومړي فیر کولو تورونه لگوي.

https://p.dw.com/p/2QiUP
Indische Soldaten im Grenzgebiet zwischen Pakistan und Indien
انځور: picture-alliance/AP Photo/Channi Anand

د آلمان خبري آژانس په خپلو رپوټ کې لیکلي دي چې د هند په لانجمنه سیمه کشمیر کې د دواړو هیوادونو تر منځ د موجودې پولې چې د «لاین آف کنټرول» په نامه یادیږي، د متقابلو فیرونو په پایله کې یو ولسي کس هم ټپي شوی دی.

د پاکستان د پوځ له لوري په خبره شویه بیانیه کې پر هند تور لگول شوی دی چې د بمبور، کېل، ټټه پاني او لپه سیمو باندې تیره شپه د پولې له بلې غاړې ډزي کړي دي.

رویترز خبري آژانس بیا د هند د پوځ د جگپوړو چارواکو او پولیسو له قوله لیکلي دي چې په نوگام، سیمه کې په اصطلاح د لاین آف کنټرول دواړو اړخونو ته د هندي او پاکستاني پولیسو تر منځ تیره شپه متقابلو فیرونو ادامه درلوده.

د هند د پوځ یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «د کشمیر په شمال کې تیره شپه پاکستاني ځواکونو په نوگام سیکتور کې پر هندي پوستو فیرونه کړي دي. هغوی د هاوان مرمۍ هم فیر کړي دي. پر لاین آف کنترول، باندې پوځ [هندي پوځ] بیرته ځوابي ډزې وکړې او هغې ادامه درلوده.»

په پام کې ده چې د هند لومړی وزیر نریندا مودي به د پنجشنبې په ماښام د کابینې د امنیتي جرگه گۍ د غونډې مشري وکړي. دغه غونډه وروسته له هغې رابلل شوې چې د هند پوځ د چهارشنبې په ماښام پر پاکستان د ۲۰۰۳م کال کې د اوربند له تړون څخه د سرغړونې تور ولگاوه.

د مودي یوه یاور، رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرط په خبرو کې ویلي دي: «له اوربند څخه سرغړونه دا په اثبات رسوي، چې پاکستان د نړیوالو قوانینو ردولو هوډ کړی. دغه خبره به په ټولو نړیوالو فورمونو کې راپورته کړل شي.»

پر موجوده پوله د هند لوري ته د کومې مرگ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی. نوموړي خبري آژانس هم د پاکستان له لوري د دوو پوځیانو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

نور مطالب