1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مصر څخه وروسته د لبيا وار دی

۱۳۸۹ اسفند ۶, جمعه

په ليبيا کي د قذافي د رژيم پر ضد د خلکو د پاڅون لمن وار په پراخيږي. داسي ښکاري چي د هغه د واکمني د پاي شپي او ورځي نژدي شوي دي. خو غټه پوښتنه دا ده چي د تيلو د دغه شتمن هيواد راتلونکي به څرنګه وي؟

https://p.dw.com/p/R4FC
د لیبیا د دولت د مشر پر ضد د هیواد په دننه او بهر کی د لیبیایانو مظاهری روانی دی
د لیبیا د دولت د مشر پر ضد د هیواد په دننه او بهر کی د لیبیایانو مظاهری روانی دیانځور: dapd

معمر القذافي چي د عربي نړي تر ټولو پخواني ديکتاتور دي د خپلو خلکو له قهر او غوصي سره مخامخ شوي. وروسته له هغي چي په خپل لومړني وينا کي د رژيم مخالفين په نشه يي توکو اخته کسان وګنل او هغوي ته ښکځنلي وکړي، په يوي نوي وينا کي یی خپله لهجه بدله کړه.

په دغي وينا کي چي د امنيتي دلايلو له امله د تيلفون له لاري خپره شوه، د «لبيا د دولت مشر» ځوان مظاهره کونکو تورن کړل چي ګواکي هغوي د « القاعدي» د شبکي له خوا لسمول شوي دي. هغه خپل ځان د خپل هيواد د يو «ښه پلار» په توګه وښود او په لبيايي ميندو او پلرو یی غږ وکړ چي «خپل زامن او لوڼي په کورونو کي وساتي او پري نه ږدي چي د القاعدي تر اغيرو لاندي راشي.»

د «انقلاب د مشر» دغه ډول وينا د دي ويندويي کوي چي هغه له يو څه حالت سره مخامخ دي. هغه په خپلي دي وينا کي هڅه وکړه چي د ليبيا راتلونکي تياره او خونړي ښکاره کړي.

د ليبيا د پلازمينې طرابلس سره په 60 کيلوميرې کې پروت د سواجه په ښار کې د قذافي د عسکرو د بريدونو له امله يوازې پرون (پنجشنبه) 23 تنه وژل شوي وو او د 44 زيات ټپيان وو. دا خبر يوې ليبيايي ورځپاڼۍ

« کورينا» د ځايي ډاکټرانو د خولې خپور کړې وو. نورې سرچينې بيا د لسو تنو د وژل کيدو او د 150 د زخمي کيدو خبره کوي.

په ورځپاڼۍ کې مخکې ليکل شوي وو چې دا جګړه لا روانه ده نو زخميان روغتونو نشي ليږدول کيدلې. په داسې يوه بې نظمه وضعه کې د دې معلوماتو د سموالي په اړه پلټنې امکان نه لري.

د بن غازي د ښار، چې د ليبيا دويم لوي ښار دي، د امنيې پخواني قوماندان نوري العبيدي د ډي پي اي خبري اژانس ته وويل چې يوازې په وروستيو ورځو کې د بن غازي په ښار کې 390 انسانان ووژل شول او کابو 1300 نور په روانه شخړه کې ټپيان دي.

العبيدي دا خبر هم ورکړ چې په يوه پوځي مرکز کې د معمرالقدافي د زوي خامس القذافي په امر جوړ شوې يو زندان هم موندل شوې دي. 90 زندانيان د دې بنده ازاد کړاي شول په هغې کې به د اټکل له مخې هغه فراري عسکر هم شامل وي چې په مظاهرچيانو باندي يي له ډزو ډډه کړې وه. العبيدي وايي« ښار اوس په امن کې دي.» ده زياته کړه چې ځوانان د اوبو او بريښنا د تقسيم څارنه کوي.

د ليبیا په پلازمینه طرابلس کی د ناکراريو او زور زياتیو صحنه
د ليبیا په پلازمینه طرابلس کی د ناکراريو او زور زياتیو صحنهانځور: abaca

د ليبيا د شخړې په اړه قدم په قدم معلومات راڅرګنديږي خو د سم والي په اړه يې پلټنې ستونزمنې دي. د کوبروک د ښار په مرکزي برخه کې د شهيدانو په ميدان کې د حکومت په ضد راټولو شويو خلکو د قذافي د واک د پاي غوښتنه کوله. دوي نارې وهلې « د قدافي رژيم بايد رانسکور شي.»

د البيضا د ښار څخه يوه پوليس د ډي پي اي خبري اژانس ته وويل چې پاڅون کونکو په دې ښار کې 200 اجير عسکر وژلي دي. وييل کيږي چې د قذافي لخوا دې خارجي اجير عسکرو ته د يوه مخالف د وژنې په بدل کې د 1200 ډالرو د ورکړې وړانديز شوې ؤ.

د بشري حقونو د فعالينو د معلوماتو له مخې د قذافي د انقلاب د کميټې د غړيو لخوا په روغتونو کې په قصدي توګه زخميان وژل کيږي. د منسا په نامه يوه کاتوليکي خبري اژانس د بشري حقونو لپاره د ليبيايي ټولنې د خولې وييلي دي چې د قذافي پلويانو په روغتونو کې ډيري د حکومت مخالفين وژلي دي. د ډاکترانو لخوا په دې کار د احتجاج له امله هغوي ته هم اخطارونه ورکړل شوي.

د معمرالقدافي د پوځ فراري عسکر د دوي د خپلو معلوماتو له مخې پلان لري چې پلازمينې طرابلس په لور حرکت وکړي. يوه پخواني پوځي چارواکي وويل: « که چيرې طرابلس په دې ونه توانيد چې د رژيم له منګلو ځان وژغوري، نو زمونږ لاريون د دغه ښار په لور دي.»

اوس هم د ليبيا په شخړه ايزه سيمو کې د 5000 زيات اروپايان موجود دي. د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې دوي بايد په چټکه توګه د ليبيا راويستل شي.

دا چي د ليبيا راتلونکي به څه شي ، کار پوهان هم سمدلاسه دقيقه وړاندي وينه کولاي نه شي، خو د ځينو په نظر يو څه ښکاره دي هغه دا چي:

« که چيري دا هيواد سره ټوټي نه شي، ګمان نه کيږي چي په يو نوي ليبيا کي په يوي انتقالي موده کي هغه سر بچ کړي. هغه له لبيا تښتيدلي نه شي. هيڅوک هغه نه غواړي.

پيتر شتوف/ بريښنا صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل