1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ماشومانو سره جنسي اړیکي جرم نه دی؟

دويچه ويله فارسي/ک.ص۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د ترکیې هغه قانون چې تر پنځلس کلنۍ کښته عمر ماشومانو سره د هر ډول جنسي اړیکو لرل پکې جرم ګڼل کېدی، د اساسي قانون محکمې د یوه حکم له مخې باطل شوی دی. پارلمان شپږ میاشتي وخت لري، څو د زوړ قانون په متن کې بدلون راوړي.

https://p.dw.com/p/1JkCg
انځور: Fotolia/Gina Sanders

د ترکیې د سترې محکمې د حکم پر اساس، له دې وروسته تر۱۵کلنۍ کښته عمر ماشومانو سره په ټولو مواردو کې د جنسي اړیکو لرل جرم نه ګڼل کیږي.

تر دې مخکې یوې سنتي محکمې یو حکم صادر کړی وو، چې هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۵ کلونو تر منځ وي او د جنسي اړيکو په مفهوم پوهیږي، له هغوی سره بايد د جنسي اړیکو لرلو جرم مسئلې ته پاملرنه وشي.

په ترکيه کې تر دې مخکې تر۱۵کلنۍ د کښته عمر ماشوماانو سره د هر ډول جنسي اړيکو لرل جرم بلل کېدی، خو د ۲۰۱۷م کال تر جنوري میاشتي وروسته نور دغه قانون باطلیږي. محکمې اوس په دې اړه پارلمان ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، څو د اساسي قانون په دغه ماده کې بدلون راولي.

د ترکیې د عدلیې وزیر ويلي دي چې د پارلمان له خوا د دغه قانون په تصویب سره به په دې برخه کې چې کومه قانوني خلا موجوده ده له منځه ولاړه شي.

مدني ټولنو د ترکیې د اساسي قانون د محکمې پر دغه حکم سختي نیوکې او اعتراضونه کړي دي. د هغو په آند، دغه نوی قانون د ماشومانو حقونه تر پښو لاندي کوي.

غبرګونونه

د تر کیې له خوا «تر ۱۵کلنۍ د کښته عمر ماشومانو سره د هر ډول جنسي اړیکو جرم» د قانون باطلولو په ړه یوازي په ترکیه کې اعتراضونه نه دي شوي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر مارګوت وال سترو، د دغه حکم په اړه په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «تر ۱۵کلنۍ د کښته عمر ماشونو سره د جنسي اړیکو په اړه د ترکیې تصمیم باید نقض شي. ماشومان د تاوتریخوالو او جنسي آزار پر وړاندي لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري».

د سویډن لومړي وزیر هم د کورنیو چارو د وزیر د خبرو ملاتړ کړی او ویلي دي چې د ښځو او نجونو حقوق باید په ټوله نړۍ کې زیات شي، نه لا لږ او لا ضعیف».

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د دغو اعتراضونو پر وړاندي غبرګون ښودلی دی او «دغه ډول تویتونه یې د غلطو اطلاعاتو پر بنسټ» ښودلي دي. هغه دغه راز د سویډن د بهرنیو چارو وزیر په «دروغ ویلو» تورن کړی دی.

د ترکیې د لمړي وزیر مرستيال محمد شیمشک هم د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ته تویت کړی دی: «تاسو ته غلط اطلاعات درکړل شوي دي. دا ډول احمقانه څه په ترکیه کې وجود نه لري. مهرباني وکړي خپل اطلاعت تصحیح کړې».

د سویډن له پاره د دغه ډول اعتراضاتو کول دیپلوماتیک عواقب لري. د دوشنبې په ورځ، په ترکیه کې د سویډن سفیر، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو. په دیپلوماتیکو روابطو کې دا ډول عمل، د ترکیې له خوا پر سویډن د اعتراض په مانا دی.

له هغې دوه ورځې مخکې، د شنبې په ورځ د اتریش سفیر هم د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو. د دغه احضار علت، د وین د هوايي ډګر د مالوماتو په سکرین کې د ترکیې د همدې قانون په اړه د یو تیزر خپرول وو. په دغه تیزر یا خبري لنډیز کې لیکل شوي وو چې ترکیې تر۱۵کلنۍ د کښته عمر ماشومانو سره د جنسي اړیکو لرل آزاد کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دغه خبر خپرولو ته د ترکیې د «یو تحریف شوي» انځور په سترګه کتلي، تر څو په بهر کې د غلطو اطلاعاتو پر بنسټ د دغه ملک څېره وښيي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي، چې د ترکیې له غبرګونه خبر شوي او دوی به دا مسئله د رسنیو د بیان آزادۍ په چوکات کې بررسي کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب