1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له لومړۍ وزيرې مېرکل سره د اروپا د شورا د مشرتوب د پای ته رسېدو په اړه مرکه

۱۳۸۶ تیر ۸, جمعه

پوښتنه: شپږ مياشتې د اروپايي ټولنې د شورا مشري، د جي اته سازمان غونډه په هايليگندم کې او بيا په بروکسل کې ناندريزې خبرې اترې دا ټول څه ستاسو په شا پراته دي. آيا اوس رخصتۍ ته سترگې په لار ياست؟

https://p.dw.com/p/DKIN
انگلا مېرکل له دويچه ويله ټلويزيون سره په مرکه کې
انگلا مېرکل له دويچه ويله ټلويزيون سره په مرکه کې

ځواب: زه په هغه څه خو‍شحالېږم چې مو د شورا د مشرۍ پر مهال لاس ته راوړي دي. دا يو ډېر په زړه پورې او له ننگونو ډک وخت و، چې په ترڅ کې يې نه يوازې ما بلکې د کابينې ټولو غړو نوي څه وليدل، زيار مو ويوست او ډېره ښه همکاري مو درلوده. خو طبعا د کار له داسې يو پړاو څخه وروسته سړی يو څو ورځې تفريح هم بد نه گڼي، خو دې کارونو ډېر خوند راکړ.

پ: تاسو په ټوله نړۍ کې ولمانځل شوئ، ستاسو د خبرو اترو د وړتيا ستاينه په هېواد دننه او بهر کې وشوه. تاسو پخپله څومره راضي ياست او ستاسو د دې وروستيو مياشتو جاج په څه ډول دی؟

ځ: زه شخصا ډېره راضي يم ځکه چې زما تجربه دا ده چې موږ همېشه ملگري، همکاران او ملاتړي موندلي دي. سړی نه د اتو سترو صنعتي هېوادونو په سازمان کې او نه د اروپايي ټولنې د 27 غړيو هېوادونو په ډله کې په خپل سر يو څه کولای شي. که نور درسره همنظره نه وي نو د چا څخه لاره ورکيږي. ما هېڅکله داسې څه نه دي کړي او دا يوه ډېره ښه تجربه وه. اروپايي ټولنه په دې پوهېدلې ده او هم د اتو صنعتي هېوادونو ډله، دا چې په نړۍ کې ډېر څه تر سره کېږي او که موږ غواړو چې له خپلو منافعو څخه دفاع وکړو او که موږ وغواړو چې په ځينو برخو کې مخکښ اوسو نو بويه چې يووالی خپل کړو، دغه مفکره به تلپاتې وي او له هغې څخه سړی د نويو ستونزو د حلولو دپاره گټه پورته کولای شي.

پ: ستاسو اجنډا ډېره پراخه وه، د اروپايي ټولنې د اساسي قانون اصلاحات، د اقليم ساتنه، له افريقې سره مرسته دا ټول داسې ټکي دي چې کېدای شي تاسو د لا زياتو بدلونو تمه درلوده. هغه کوم ټکي دي؟

ځ: داسې ده چې د اروپايانو په توگه موږ د بېلگې په ډول د جي اته ډلې په برخه کې لا زياتې هيلې لرو، خو زما مقصد دا نه دی چې ووايم چې آيا ما پخپله لا زياتې هيلې درلودې که نه، خو مهم ټکی چې زه پرې خوشحاله يم دا دی چې سړی کېدای شي بېلابېل دريځونه ولري، خو د شخصي کتنې د لارې چې دا د ويډيويي کنفرانس د لارې ناممکن وي، سړی کولای شي هم د اروپايي شورا او هم د جي اته غونډې په ترڅ کې داسې يوه فضا رامنځ ته کړي چې سړی د مختلفو نظرونو په درلودلو سره مشرتکو هدفونو ته ورسېږي. هر څوک بايد له خپل دريځه لږ څه واوړوي او زه بيا وروسته دا چرت نه وهم چې کوم څه نه تېره شوم او څه شي څخه تېره نه شوم. موږ په گډه يو گام وړاندې ولاړو او دا تر ټولو مهمه خبره ده.