1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له قفقازه د تروريزم د خطر خبرداری

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۸, یکشنبه

د بوستن تر بمي بريدو وروسته اوس په آلمان کې هم د قفقاز تندلارو ته پام اوښتی دی. د آلمان د اساسي قانون د څار اداره د دغي سيمې ۲۰۰ تنه افراطيان څاري.

https://p.dw.com/p/18Oa3
An image taken from the Russian TV news showing an unidentified Moslem activist speaking over a megaphone while heavily armed men stand next to him downtown Makhachkala, capital of the Russian Caucasus republic of Dagestan, 21 May. Hundreds of gunmen loyal to the top Russian Moslem leader Magomet Khachilayev and his brother Nadirshah clashed with police and seized the government building in Makhachkala. dpa
islamistische Kämpfer in Dagestanانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د اساسي قانون د څار د فدارلي ادارې مشر، هانس ګېورګ ماسن، د «دي وېلټ» په نوم ورځپاڼې ته ويلي دي چې دغه کسان د قفقاز په امارت پوري اړه لري.

دغه وسله واله ډله هم د روسيې او هم د امريکا متحده ايالاتو له خوا ترهګر سازمان بلل کيږي چې وايي له القاعدې سره تړاو لري. د هغې مشر، دوکو عمروف نوميږي، چې په روسيه کې ورپسې تر بل هر چا زيات لټون روان دی.

د آلمان د اساسي قانون د څار ادارې مشر ماسن
د آلمان د اساسي قانون د څار ادارې مشر ماسنانځور: picture-alliance/dpa

ماسن ويلي دي چې «د هغوی د فعاليتونو کشف زموږ له پاره ډېر اهميت لري» او زياته يې کړه «موږ په تېره بيا د ترهګرۍ د تمويل او هغو ګواښونو ته ګورو چې له دې کبله راپورته شوي دي چې تجربه لرونکي جنګيالي له قفقاز څخه آلمان ته راوستل کيږي.»

دا خبره هم له امکانه لېرې نه ده چې هغه افراد چې په آلمان کې ژوند کوي، په قفقاز کې د روانو چارو او پېښو له کبله تندلارۍ ته مخه وکړي.

د روسيې په هغو جمهوريتونو کې چې په قفقاز کې پراته دي، لکه چېچنيا او داغستان کې، له ډېرو کلونو راهيسي افراطي ياغيان د مسکو پلوو حکومتونو او روسي امنيتي ځواک پر ضد جنګيږي.

د بوستن پر ډله ييزه ځغاسته باندي د بمي بريدونو په تور تورن کسان هم چېچني الاصله ورونه دي چې جوهر او تامرلن څارنايف نوميږي.

هغوی لس کاله په امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کړی دی. ماسن زياتوي چې «د اوسنيو معلوماتو له مخې دا ډول عاملين څه نوې پديده نه ده.» د اساسي قانون د څار فدارلي اداره له ډېري مودې راهيسې خبرداری ورکوي چې ځيني عاملين پخپله تندلاري کيږي، بې له دې چې هغوی په کومې نړيوالې ترهګري ډلي پوري اړه ولري.

د آلمان د اتحادي جمهوريت د اساسي قانون تر ټولو لوړ ساتونکی، يعنی ماسن ګېورګ وايي، چي آلمان ته هم ګواښ متوجه دی: «د ترهګرو بريدونو خطر د پخوا په شان ډېر دی. آلمان تر اوسه لا د تروريزم له خوا په نخښه کيږي.»

هغه زياتوي چې په اوس وخت کې داسي نخښې نښانې نشته چې اسلامي افراطيانو دې په آلمان کې د يو بريد طرحه جوړه کړې وي.