1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له قطر سره څلورو عربي هیوادونو اړیکې شکولي

۱۳۹۶ خرداد ۱۵, دوشنبه

سعودي عربستان، بحرېن، مصر او متحدو عربي آماراتو د تروریزم د اندیښنو له کبله له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکي شکولي دي. په دې وروستیو کې د قطر او سیمه ایزو گاونډیانو تر منځ د اړیکو خړېدو رپوټ ورکړل شوی ول.

https://p.dw.com/p/2e7u5
Katar Doha Skyline
انځور: Getty Images/M. Runnacles

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ د خپل دولتي خبري آژانس له لوري له قطر سره د اړیکو د شکولو اعلان وکړ. د خبر له مخې سعودي عربستان پریکړه کړې ده چې له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکي پرې کړي او خپلې پولې ورسره وتړي، څو ځان «د تروریزم او افراطيت له خطر څخه وساتي.»

د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس له قطر سره د ټولو هوایي او سمندري اړیکو د قطع کیدو اعلان هم کړی دی «او له ټولو ورونو هیوادو او شرکتونو څخه یې د دغه ډول گام» د اخیستو غوښتنه کړې ده.

په عین وخت کې د خلیج هیوادونو بحرېن او متحدو عربي آماراتو هم له قطر سره د اړیکو د پريکون اعلان کړی دی. د بحرېن د بهرنیو چارو زارت ویلي دي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپل سفارت راباسي او خپلو ټولو دیپلوماتانو ته یې د قطر له خاورې څخه د وتلو امر کړی دی. بحرېن همداشان ویلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د هوایي او سمندري ترافیک د بندولو پلان لري.

په یوه بیانیه کې د بحرېن د بهرنیو چارو وزارت د قطر «رسنیز لمسون، د وسله والو ترهگرو فعالیتونو ملاتړ او له ایران سره تړاو درلودونکو گروپونو تمویل غندلی دی چې په بحرېن کې سبوتاژ او گډوډي خپریدل غواړي.»

تر دې لږ څه وروسته متحدو عربي آماراتو، هم له دغه هیواد سره د اړیکو د پرې کیدو اعلان وکړ او پر قطر باندې یې د «ترهگرو، افراطیانو او فرقوي سازمانونو د ملاتړ، تمویل او غیږ پرانیستنې» په واسطه د سیمې د بې ثباته کولو تور ولگاوه.

مصر هم دغسې گام واخیست او ویې ویل چې قطر د اخوان المسلمون په گډون د «ترهگرو» سازمانونو ملاتړ کړی دی. اسوشیتد پرس خبري آژانس د یوه تازه رپوټ له مخې قطر ویلي دي چې د عربي هیوادونو له لوري د د یپلوماتیکي اړیکو د پرې کیدو له پاره کوم «مشروع توجیه» نه شته.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه پریکړه د دوی د خپلواکمنۍ څخه تیری دی او هوډ یې څرگند کړی دی چې دغه پریکړه به د دوی اتباع اغیزمن نه کړي. ابو ظهبي میشته «اتحاد» هوایي شرکت قطر ته د خپلو ټولو الوتنو د لغو کولو اعلان کړی دی.

د اړیکو خرابېدل

د قطر او د خليج د نورو هیوادونو تر منځ د می میاشتې په وروستیو کې په ظاهره د قطر د دولتي خبري آژانس تر هېک کیدو وروسته ناندرۍ راپورته شوې. د قطري چارواکو په وینا هېکرانو یو رپوټ خپور کړی چې پکښې د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، جعلي نقل قولونه راغلي ول. په دغه مقاله کې د تمیم بن حمد الثاني له قوله د خلیج هیوادونو پر مشرانو نیوکه شوې وه، له سیمه ایز دښمن ایران سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه شوې وه او له اسرائیلو سره اړيکې «ښې» یادي شوي وې.

د قطر گاونډیانو بيا دغه راپور ته په غوسې سره غبرگون وښود، د قطر له لوري وړاندې کړی شوی سپیناوی یې رد او د الجزیرې تلویزوني شبکې په شمول یې قطر میشته ټولې رسنۍ بندي کړې.

د خلیج د همکاریو شورا

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، پر خلیج هیوادونو باندې د خپلي لانجې د حلولو غږ کړی دی. د سډني د سفر په څنډه کې هغه د ښکلیو اړخونو یوه میز ته د کښیناستو او د نظر د اختلاف په هکله د خبرو اترو خبره کړې ده.

هغه ویلي دي چې دا مهمه ده چې د خلیج د همکاریو شورا «متحده پاته» شي. دغه سازمان چې د ایران د اسلامي انقلاب پر وړاندي د یوه سنگر په توگه تأسیس شوی وو د قطر تر څنگ پکښې سعودي عربستان، بحرېن، متحد عربي آمارات او همداشان عمان او کویت هم شامل دي.

  SR/NZ (AP, Reuters, AFP)