له قطر سره د عربي هیوادونو د اړیکو پریکون او پر خلکو یې اغیز
له قطر سره د ځینو عربي هیوادونو د اړیکو تر قطع کیدو، د دغه هیوا د خلکو پر ژوندانه باندې یو څه اغیز لرلی دی. د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپاره شوي انځورونه د خوراکي توکو د رانیولو له پاره د خلکو گڼه گوڼه ښيي.
له قطر سره د ځينو عربي هیوادونو د اړیکو تر قطع کیدو وروسته، د دغه هیوا د خلکو پر ژوندانه باندې اغیز.
له پلازمېنې دوحې څخه د دوشنبې په ورځ خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې د خوراکي توکو په پلورنځایونو کې د خلکو گڼه گوڼه زیاته ده.
تر دې دمخه قطر د خوراکي توکو او د سترو تعمیراتي پروژو د اړتیا وړ مواد ستره برخه له سعودي عربستان سره د ځمکنې لارۍ تأمینده.
له قطر سره د بحرېن، متحدو عربي آماراتو او سعودي عربستان له لوري د اړیکو د پرې کیدو تر اعلان وروسته له دغو هیوادونو سره د قطر ځمکنۍ، هوایي او سمندري لارې هم تړل شوي دي.
څلورو هیوادونو سعودي عربستان، متحدو عربي آماراتو، بحرېن او مصر په ناڅاپي توگه د دوشنبې په ورځ له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې وشکولي. د دې گام دلیل په «یمن او سوریه کې له ترهگرۍ څخه د قطر پایدار ملاتړ» ښوول شوی دی. تر هغې وروسته مالدیو، یمن او لیبیا هم له قطر سره خپلې اړیکي پرې کړې.
پر دې سربیره د فارس خلیج درې هیوادونو چې د قطر مستقیم گاونډیان دي اعلان وکړ چې له قطر سره خپلې ټولې سرحدي لارې تړي. دغو هیوادونو په عین وخت کې د قطر له وگړو وغوښتل چې په ۱۴ ورځو کې ووځي.
دا چې ځینو عربي هیوادونو له قطر سره د اړیکو پریکون او همداشان د هوايي لارو تړل یو ناڅاپي گام وو، نو د دوشنبې په ورځ قطر ته تلونکي الوتنې له ستونزو سره مخامخ وې.
په دوحه کې هم ډیر مسافر له سرگردانۍ سره مخامخ شول.
د قطر هیواد د سعودي عربستان، مصر، متحد عربي آمارات او بحرېن له لوري د دیپلوماتیکي اړیکو پرې کول د تأسف وړ بللي او له ترهگرۍ څخه د ملاتړ تورونه یې رد کړي دي.