له طالبانو سره په نژدې ورځو کي خبري کيږي
۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني، د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۴مه) د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي خبري کيدای سي په راتلونکو څلورو ورځو کي پيل سي.
د پاکستان د امنيتي چارواکو او بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله ويل سوي دي چي دغه خبري اتري کيدای سي په يکشنبې يا دوشنبې ورځ د دغه هيواد په پلازمېنه اسلام آباد يا مري کي وسي. مري د پاکستان په شمال کي د پنجاب ولايت يو کوچنی ښار دئ.
خو د طالبانو له خوا تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويل سوي. افغان وسله والو طالبانو ته نژدې پاکستاني سرچينو ويلي دي چي د طالبانو مشرانو په کويټه کي په دوو غونډو کي پرېکړه کړې ده چي خبرو اترو ته د استازو يوه ډله ولېږي.
د جرمني خبري آژانس لیکي چي په دې اړه د وسله والو طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره پر اړيکو نيولو بريالي سوي نه دي.
په افغانستان کي د سولي راتلو په موخه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو پيلېدو له پاره د تيرکال له دسمبر مياشتي راهيسي د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا متحدو ايالاتو استازي د څلور اړخيزي ډلي په نوم د سولي د خبرو اترو د پلان جوړولو غونډي وکړې.
دغي ډلي په خپله وروسته غونډه کي چي څو ورځي دمخه په کابل کي وه اعلان وکړ چي په راتلونکې غونډه کي به چي د مارچ مياشتي په لومړۍ اوونۍ کي به وي، له طالبانو سره خبري پيل سي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي د چارو سلا کار قطب الدين هيلال له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي د پاکستان د پوځ مشر هم دوې ورځي دمخه په کابل کي له جمهور رئيس غني سره ليدلي دي.
پاکستان تيره ورځ په لومړي وار دا ومنله چي د افغان وسله والو طالبانو مشران او کورنۍ ئې په هيواد کي خوندي ځايونه لري.