له طالبانو سره په جگړه کي ۱۳ افغان عسکر وژل سوي
۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبهد افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د چهارشنبې په ماښام د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي له وسله والو طالبانو سره په نښتو کي ۱۳ افغان عسکر وژل سوي دي.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري، د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی ۸ نور عسکر ټپيان سوي هم دي. هغه زیاته کړې ده چي په دغو نښتو کي ډېر طالب جنگيالي هم وژل سوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه پوري رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کندهار د امنيې قوماندان جنرال رازق تر قوماندې لاندي په جنوب لويديځه حوزه کي يو له باامنه ولايتونو څخه گڼل کيږي.
بله خوا بیا د کندز د ولايتي شورا مشر غلام رباني رباني، ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ سهار وسله والو طالبانو د دغه ولايت د والي پر مېلمستون د هوان پنځه مرمۍ فاير کړي خو هغه يو ښوونځي ته څيرمه لگېدلي دي. رباني ويلي دي: «له بده مرغه په دغه بريد کي يو کوچنی وژل سوی او ۱۳ نور ټپيان سوي دي.»
هغه زياته کړې ده چي د دغه بريد هدف «د والي مېلمستون وو. دلته يو امريکايي سلاکار مېلمه وو.»
د کندز پر ځينو سيمو اوس هم وسله وال طالبان کنترول لري او صلي هدف ئې د دغه ښار نيول دي.
(dpa/NZ)