1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د خبرو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو ملاقات

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

د پاکستان تلويزيون ويلي دي چي د دغه هيواد لومړی وزير نواز شريف کابل ته ورسېد. د دې سفر موخه له طالبانو سره د خبرو په اړه سلا مشورې ښوول سوې ده. څو ورځي دمخه يوه غير رسمي افغان استازي په قطر کي له طالبانو سره غونډه لرله.

https://p.dw.com/p/1FOQ4
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي د دغه هيواد لومړی وزير نواز شريف او د پوځ مشر راحيل شريف به نن سه شنبه (۲۰۱۵م کال د می ۱۲) کابل ته سفر وکړي او هلته به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره ملاقات ولري.

د پاکستان تلويزيون ويلي دي چي لومړی وزير نواز شريف له لويو پوځي او ملکي چارواکو سره کابل ته رسېدلی دی، څو د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختيا او په دواړو هيوادونو کي له ياغيانو سره د مبارزې په اړه خبري اتري وکړي.

ويل کيږي چي د نواز شريف په مشرتوب دغه خبرو اترو کي به د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال رضوان اختر هم گډون ولري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي: «لومړی وزير شريف د تروريزم پرضد مبارزه کي د همکاريو د ډېرېدو او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا په تلاښ کي دئ.»

د پاکستان يوه وزير د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه ملاقات کي به د خبرو اصلي موضوع د وسله والو طالبانو او افغان چارواکو مخامخ خبرو ته زمينه برابرول وي.

دغه وزير چي نوم ئې نه دی ښوول سوی ويلي دي چي افغان او پاکستاني چارواکو ته په قطر کي د افغان او طالبانو د استازو وروستۍ غونډي «مثبت سيگنال» ورکړی دئ.

طالبانو ويلي دي چي که ئې افغان چارواکي څو شرطونه چي يو ئې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او بل ئې په اساسي قانون کي بدلون دئ ومني، نو له کابل سره خبرو ته تيار دي.

يوه پاکستاني چارواکي ويلي دي: «دا حداقل يو پيل کيدای سي» هغه زیاته کړې ده: «افغانان غواړي چي موږ په دې لاره کي مرسته ورسره وکړو، او موږ هم د دوی په شان فکر کوو.»

دغه پاکستاني چارواکي چي خبري آژانس ئې نوم نه دی ښوولی، ويلي دي چي په افغانستان کي د ياغيانو زورزياتی ډېر سوی دئ او له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته پر افغان امنيتي ځواک باندي يرغلونو زور اخيستی دئ.

هغه ويلي دي چي د دغه زورزياتي موخه کيدای سي د خبرو اترو له پاره د وسله والو ياغيانو د چنه وهلو يو تاکتيک وي.