1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له شمالي وزيرستان څخه کډي باريږي

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه هيواد په شمال لوېدیځه قبائیلي سيمه کې د احتمالي پوځي عملیاتو له ویري خلک د سیمي پرېښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/15xKJ
انځور: picture-alliance/dpa

د شمالي وزیرستان یو شمیر بيرېدلي خلک په بیړه له سیمي څخه د وتلو په حال کي دي. دا په داسي حال کي ده، چي پاکستاني چارواکي په تکرار سره پر دې خبره باندي ټینگار کوي، چي دولت په عاجله توگه پر دغه سیمه باندي د پوځي يرغل پلان نه لري.

شمالي وزیرستان د پاکستان د اوو قبایلي ایجنسیو څخه یوه ايجنسي ده، چي له ترهگرۍ سره لاس او گریوان ده او داسي ويل کیږي چي وسله وال طالبان او د القاعدې غړي په دغه سیمه کي پاخه سنگرونه لري.

که څه هم چي پاکستاني لښکر د دغه سیمي په یو شمیر برخو کي له وسله والو طالبانو سره حنگونه کړي دي، خو امريکا پاکستان له ډیري مودې راهیسي تر فشار لاندي راوستی دئ، چي په شمالي وزیرستان کي د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي.

په میران شاه کي د دولت یوه چارواکي سیف الرحمان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه پوري په زرونو خلکو دغه سیمه پرې يښي ده، هغوی د پوځي عملیاتو له ویري له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي.»

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کي ویلي دي، چي په زرونو خلک د خیبر پښتونخوا ایالت بېلا بېلو ولسوالیو ته را رسېدلي دي.

په شمالي وزیرستان کي د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه گنگوسې تر هغه وروسته پیل شوې، چي نزدې یوه اوونۍ د مخه د پاکستاني طالبانو ویاند ځایي رسنیو ته وویل چي دوی په شمالي وزیرستان کي د پوځي عملیاتو په اړه «یوځانگړی استخباراتي رپوټ» ترلاسه کړی دئ.

د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، رسنیو ته په یوه لیږل شوي بریښنا لیک کي ادعا کړې وه، چي ښایي دغه عملیات به د اگست د میاشتي پر ۲۶مه نېټه پیل شي.

په عین وخت کي دولتي او پوځي چارواکي د رادیوگانو له لاري له خلکو څخه په ارامه توگه د پاته کېدو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اگست ۲۵) نزدې ۲۰۰۰ تنو قبائیلي او مذهبي مشرانو په شمالي وزیرستان کي د میرعلي په ښار کې یوه قبائیلي جرگه جوړې کړه وه او دولت ته ئې خبرداری ورکړ، چي په دغه سیمه کي پوځي عملیات پیل نه کړي.

آژانس لیکي، دغو مشرانو گواښ کړی دئ، چي که په دغه سیمه کي پوځي عملیات پیل شول نو دوی به افغانستان ته کډه شي.

د مولوي عبدالرحمن په نوم یو مذهبي مشر چي د دغه قبائیلي جرگې مشري ئې کوله ویلي دي: «که چیري پاکستان پوځي عملیات پيل کړي، نو موږ به افغانستان ته مهاجر شو.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل