1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له شمالي وزيرستانه په زرونو کورنۍ وتلي دي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبه

له افغانستان سره پر پوله د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر مرکزونو باندي تر هوايي بریدونو وروسته د دغي سیمي په زرونو کسان بې کوره شوي دي. د سیمه ییزو قبایلي مشرانو په حواله د بې ځایه شوو شمیر تر۷۰ زرو هم ډېر دی.

https://p.dw.com/p/1AxLH
انځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

طالبانو په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د دغو بریدو په غبرګون کې د پاکستان هوايي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې هوايي عملیات ترسره کړل.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د دغو هوايي عملیاتو په پايلامه کې د اووښتي مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقيض اطلاعات خپاره شوي دي. د پاکستان هوايي ځواکونو دغه عملیات د تیري دوشنبې شپې په ناوخته ماښام پیل کړي ول چې د سه شنبې ورځي تر سهاره پوري يې دوام درلود.

د یوه پوځي چارواکي په حواله د دغو هوايي بریدونو په نتېجه کې ۴۰ تنه افراطیان وژل شوي دي. د سیمه ییزو خلکو په خبره په وژل شوو کسانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د بحران د ولایتي ادارې ویاند لطیف الرحمان، د شنبې په ورځ اسوشیېتيد پرس خبري آژانس ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې د هوايي بریدونو په نتیجه کې ۶۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي.

رحمان زیاته کړه چې د دغو بې ځایه شوو خلکو نیمايي يې اوس بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د بحران د ادارې د دغه ویاند په خبره حکومت دغو زیانمنو شوو کورنیو ته د دوی د کورونو جوړولو او خوراکي موادو د برابرولو په هڅه کې دی.

یوه قبایلي سردار ګل صالح خان بیا ويلي دي چې د هغو کسانو شمیر چې خپل کورونه او هرڅه يي پرې اښي دي تر۷۰ زرو هم لوړ دی. هغه زیاته کړه چې تر اوسه پوري نږدې کليو، بانډو او ښارونو ته د سیمي د خلکو د کډه کېدو لړۍ روانه ده.

صالح خان زیاته کړه:«پوځ د دوشنبې په ناوخته ماښام نا ببره بمبارۍ پیل کړې، په هغه وخت موږ په خپلو کورونو کې بیده وو. موږ ډیر ژر د خپلو ماشومانو او ښځو سره پټیو ته ووتلو. نورو خلکو هم تر شنه آسمان لاندي شپه تيره کړه.»

صالح خان وویل چې هغه د سه شنبې په ورځ له خپلي کورنۍ سره یوځای د خیبر پښتونخوا مرکز پیښور ته ولا. د شمالي وزیرستان یو تن اوسیدونکي رحمان نواز، وویل چې ډیرو خلکو د پوځي عملیانو له بیري خپل کورونه پرېښوول:«حکومت ته په کار ول چې زموږ پر کليو تر بمبارۍ دمخه يې خلکو ته خبر ورکړی وای.»

رحمان نواز زیاته کړه چې د ده کورنۍ او نورو خپلوانو يي د دوی له کلي ډیر لېري یوه ښوونځی ته پناه وړې او هلته اوسیږي. د سیمي یو تن بل اوسیدونکي سلیم خان وویل چې د شنبې په ورځ هم د کډه کیدو لړۍ روانه وه. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د دا ډول هوايي بریدونو تر ترسره کولو مخکي باید ولس ته خبر ورکړل شي:

«موږ څرنګه کولای شو خپلو کورونو ته ستانه شو، په داسی حال کې چې موږ نه پوهیږو چې سبا به څه کیږي؟».
په پاکستان کې د ترهګرو پيښو مخ پر ډیریدونکي وضعیت ته په کتو سره ولس د نوازشریف پر حکومت فشار اچولی چې د ترهګرو پر ضد دي عملیات ترسره کړي. د دې تر څنګ نواز شریف له ترهګرو سره د خبرو اترو پالیسي ته ترجيح ورکوي.

پاکستاني طالبانو همدا روانه اوونۍ د شرایطو پر وړاندي کولو له حکومت سره د خبرواترو له پاره خپله امادګې ښودلې وه. طالبانو ویلي ول چې که حکومت په دې هکله جدي وي او په کافي اندازه اختیارات ولري نو ورسره به خبري وکړي.