1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوريې څخه فلسطينيان وځي

۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/175IN

په سوريه کښي فلسطيني مهاجرين هم د دغه هیواد د داخلي جنګ څخه متأثره سوي دي. په دمشق کښي د فلسطينیانو د جرموک کمپ ته د ياغیانو تر ورننوتلو وروسته په زرونو فلسطينیان وتلي دي. د لبنان يوه سرحدي مامور ویلي دي چي يوازي د دوشنبې له ماښام راهیسي لبنان ته تقریباً۲۰۰۰ فلسطينیان وراوښتي دي. د جرموک پر کمپ باندي په یرغل سره یاغیان غواړي چي د اسد رژیم ته وفاداره فلسطينیان وشړي.