له روسیې څخه اروپا ته د گاز د پایپ لاین دویمه برخه بشپړه شوې
۱۳۹۱ مهر ۱۸, سهشنبهاعلان
له روسیې څخه اروپا ته د اوبو د لاندې د گاز د پایپ لان دویمه برخه هم گټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. زیاته شوې ده چې پر دې کار سره به اروپا ته د گاز انتقال دوه برابره ډیر شي. د دغه پایپ لاین لومړۍ برخه تیر کال له روسیې څخه د المان ساحلي ښار لوب مین ته غځول شوې او فعاله شوې ده. د المان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي دي چې دغه پایپ لاین به ټولې اروپا ته د گاز انتقال نور هم خوندي کړي. په تیرو وختونو کې د مسکو او گاونډیو هیوادونو تر منځ شخړو د گاز د انتقال په برخه کې یو شمیر ستونزې راولاړې کړې وې.