1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له راتلونکي ژمي تېښته

۱۳۹۴ آبان ۸, جمعه

په نومبر میاشت کې په ټوله اروپا کې هوا يخيږي. دا به د هغو انسانانو له پاره څه معنی ولري چې له سورې څخه يې د آلمان په هدف د مهاجرت سفر پيل کړی؟ د دویچه ویله خبریالان په دې اړه راپور وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/1GxF8
Slowenien Österreich Flüchtlinge bei Rigonice
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

«د واورو د اورښت او یخک موسم راروان دی. ژمی ورځ تر بلي را څرکنديږي» د اروپايي ټولني کمېسیون مشر جان کلوډ جنکر په دغه اوونۍ کې د بشري ناورین خبرداری ورکړ. داسي اټکل کيږي چې تر۱۰۰ زرو پوري مهاجر دي لوېديځي او شمالي اروپا ته پر لار وي، چې ډېر يې سوريايان دي.

ترکیه: «چيري او په څه شکل»

په ګاونډي هیواد ترکیه کې د کډوالو شمیر ۲،۵ میلیونو ته اټکل شوی. آیا انقره تیاره ده چې د ژمي له پاره د کډالو اړتیاوې پوره کړي؟ د دويچه ويله خبريال دانیل هانریښ چې په خپله په ترکيه کې دی، وايي: «هیڅکله نه» دانیل زیاتوي: «د کډوالو حالت ډیر خراب دی. دلته ډیره یخني ده، موږ ټولو دلته د ژمي ګرم جاکټونه اغوستي دي.»

اساسي ستونزه: یوازي د کډوالو یوه برخه په کمپونو او لاګرونو کې اوسیږي چې منظمې مرستې ورسیږي.هانریښ وايي: «خو اکثریت د دې کډوالو څخه په شخصي توګه خپلو ځانو ته لومړۍ اړتیاوي برابروي په یو ډول نه يو ډول ژوند کوي». همدارنګه هغه زیاتوي: «ډیر خلک داسې هم لیدل کیږي چې تر پلونو لاندي ژوند کوي. زه د استانبول په یو صنعتي برخه کې چې فعاله نه وه، تیریدم په دغه سيمه کې زیات خلک اوسیدل، همدارنګه خصوصاً په لویو ښارونو کې زیات سوريايي سوال ماشومان تر سترګو کیږي.»

Griechenland Flüchtlingsboot vor Lesbos
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

یونان: «سړه او توپاني هوا»

آیا کډوال به په یخنۍ او لنده هوا کې هم کوښښ وکړي چې د اژې سمندرگي له لاري یونان ته ځانونه ورسوي؟ له يونان څخه د دويچه ويله خبرياله اماريا گيل وايي: «که هوا خرابه سي قاچاقبران خپلي بيي راکښته کوي. ځکه نو انسانان به نور هم سفر وکړي. که څه هم چي سمندر له ديسمبر مياشتي تر مارچ مياشتي پوري ډېر يخه او توپاني هوا لري.» ګیل وايي: «د کډوالو له پاره کومکونه او د نوم ثبتولو لړۍ ډیره بې ترتیبه ده. هلته هیڅ نه دي بدل شوي، چارواکي په چټکۍ کار نه کوي. د مرستو بار په داو طلبانه ډول د خلکو پر اوږو پروت دی.»

بالکان هیوادونه: «پر ډاگ خېمې»

د دویچه ویلي خبریاله نیمانیا رویج په تیرو څو اوونیو کې په سربستان، کروشیا، سلوانیا او هنګري هیوادنو کې سفرونه کړي. هغه وايي: «مخکې له دې چې ژمی را ورسږي بايد تياری ورته ونيول شي.»

کروشیا کوښښ کوي چې په راتلونکې اوونۍ کي په پیل يو ترانزيتي مرکز پرانيزي. خو هلته به هم انسانان په خېمو کي ژوند کوي.

اتریش: «تر مځکي لاندي ساړه گاراژونه»

په اتريش کې دويچه ويله ته خبر ورکوونکی الیسن لانګلي وايي: «خلک هر څه چې غواړي په لاس یې راوړي. که څه هم شړۍ ډېر ښه نه دي خو بيا هم يو شی خو لري.»

Slowenien Kroatien Flüchtlinge bei Rigonce
انځور: picture-alliance/AA/S. Mayic

په ویانان کې چارواکو د کډوالو لپاره د ریلونو په سټیشن کې يوه برخه د هغوی د اوسیدو له پاره برابره کړې ده. لانګلې وايي: «ما تر اوسه پورې داسې په ښته توګه ترتیبات نه وو لیدلي». هغه زیاتوي:«هغوی د کالیو د بدلولو، ساتلو او ډوډی خوراک له پاره یو ځاي برابر کړی، همدارنګه د ماشومانو د لوبو له پاره د ساعتیري ځای هم برابر شوی».

آلمان: «د تودوخي درجه ۸ او باران»

دا په داسي حال کې ده چې ډېر کډوال کوښښ کوي په چټکۍ سره آلمان ته راشي. د دویچه ویله خبریال اولیور وايي: «دمګړی بیا ۶۰ بسونه له اتریش څخه پر لاره دي». که چیرې زیات بسونه په یو وار را ورسیږي خو بیا هم کډوال باید انتظار و باسي چې د آلمان له طرفه په بسونو کې د پورته کیدو اجازه ورکړل شي. چې دغه کار کیدای شي حد اقل څو ساعتونه ونیسي. هغه وايي:«دمګړۍ دغه کار هغه وخت تر سره کیږي چې باران هم اوري او د تودوخې درجه ۸ ده. په داسې حال کې دغه حالت د تحمل وړ نه دی.»

Flüchtlinge an der Grenze zwischen Österreich und Slowenien
انځور: Reuters/L. Foeger

له دې سره سره بیا هم ښه تریبات نیول شوي دي. سالیټ وايي: «لوژستکي مرستې جریان لري. کوم شی چې په دې برخه کې باید په نظر کې ونیول شي هغه د خطر تهدید دی. یو ډله کډوالو له خوا وویل شول چې هغو شپه پر لاره تیره کړه، ځکه هغوی پرون ډیر نا وخته راورسیدل». هغه زیاتوي :«هغوی شپه پر لنده مځکه تیره کړه د شپې له پاره یې هیڅ نه لرل چې پرې خوب وکړي». دلته هم ویره پیدا کيږي چې په آلمان کې هم د شته امکاناتو سره خلک له ستونزي سره مخامخ دي.