له دښته ښار جوړول
مصر په پلان کي لري په دښت کي يوه نوې پلازمېنه جوړه کړي. د دغه هيواد چارواکو ويلي دي چي زړه قاهره نور تنگ سوی دئ. دغه شان پلانونه د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم عملي سوي دي.
په پلان کي ده چي په پنځو کلونو کي به «نوې قاهره» ښار جوړ سي او په ۲۰۲۰م کال کي به د استفادې وړ وي. په دغه ښار کي به پنځه ميليونه وگړي ژوند کوي. د دغه ښار په جوړولو باندي به ۷۶ ميليارده يورو مصرف سي.
دغه شان يو پلان په برازيل کي هم عملي سو. په ۱۹۶۰م کال کي له ريو دي ژانيرو څخه د پلازمېني لقب «برازيليا» واخيست او پايتخت هلته انتقال سو. دغه ښار هم په يوه دښت کي جوړ سو.
په ۱۹۹۷م کال کي د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايوف هم د دغه هيواد په شمال کي د «استانې» په نوم نوې پلازمېنه جوړه کړه او له الماتا څخه ئې پايخت ور انتقال کړ. د دغه ښار پر جوړولو هم په ميليادو ډالره مصرف سول.
پاکستان هم په ۱۹۶۶ کال کي پلازمېنه له جنوب څخه شمال ته انتقال کړه. د دغه هيواد اوسنۍ پلازمېنه اسلام اباد چي د هيماليا غرونو ته نژدې ده تر کراچی هم يخه او هم لږ سرسبزه ده. په دغه ښار کي اوس د شاه فيصل مسجد چي په يوه وخت کي دومره ډېر انسانان ځايوی لکه د فوټبال يو ستديوم د دغه ښار يوه اصلي بڼه ښيي.
د نايجريا د پلازمېنه ابوجا د ماستر پلان کار لا تر اوسه ناتمامه پاته دی. دغه ښار دقيق د مسلمانو د شمال او عيسويانو د جنوب ترمنځ واقع دی.
په ۱۷مه پېړۍ کي د آلمان د مانهايم ښار هم پلازمېني ته ټاکل سوی وو. دغه سطرنج ډوله طرحه د يوه کلابند ښار له پاره پلان سوې وه چي په اروپا کي ئې ساری نه وو.
حتي تر تاريخ مخکي زمانو کي لا د پلازمېنو جوړولو فکرونه موجود ول. د مصر په شمال کي د الکساندريه ښار په خپله د ستر الکساندر له لارښوونه سوې وه. تر مېلاد دمخه لا هرڅه له پلان سره برابر نه ترسره کېدل. هغه مهال تر پلان سوي وخت پنځوس کاله وروسته الکساندريه جوړ سو.