له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
له نړیوالي ټولني د سوریایي مهاجرو د منلو غوښتنه
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له اوسني وخت څخه په څرگند ډول لا زیات د سوریې د کورنۍ جگړې مهاجر ومني. بانکي مون په ژنیو کې د مهاجرو په هکله د ملگرو ملتونو د کنفرانس په پیل کې د نړیوال پیوستون د زیاتیدو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د سوريې نارينه، ښځې او ماشومان له نړیوالي ټولنې د مرستې هیله لري.
اولاند د یوه شخړه ایز قانون مسوده بیرته اخیستې
د فرانسې ولسمشر د هغه شخړه ایز قانون مسوده بیرته اخیستې ده، چې له مخې یې باید له تروریستانو څخه بیرته تابعیت اخیستل شوی وای. فرانسوا اولاند ویلي دي چې د دې وړاندیز په هکله د سنا او ملي شورا تر منځ توافق موجود نه وو. هغه زیاته کړې ده چې یوه توافق ته لاس رسی ډېر ليري وو. د تیر کال په نومبر میاشت کې په پاریس کې تر یرغلونو وروسته د فرانسې ولسمشر په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستلو اعلان کړی وو.
له ترکیې څخه د مهاجرو لړۍ ادامه لري
په آژه سمندرگي کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مهاجرو هجوم کې په څرگند ډول ډیروالی راغلی دی. ویل شوي دي چې په ټوله کې ۷۶۶ مهاجر له ترکیې څخه د یونان ټاپوگانو ته رسیدلي دي. د مهاجرو د کړکیچ کمیټې دغه خبر نن د چهارشنبې په ورځ ورکړی دی. په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون په چار چوکاټ کې ترکیې ته د مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ پېل شي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر مرکزي آسیا ته سفر کړی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د ازبکستان له حکومت څخه د بشري حقونو د مراعاتولو غوښتنه کړې ده. د دغه هیواد پلازمېنې تاشکند ته د سفر پر مهال شتاین مایر د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره په ملاقات کې غوښتي دي چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په برخه کې گامونه پورته کړي. ازبکستان د خپلو وگړو د اساسي بشري حقونو د نقضولو له کبله په نړیواله کچه تر انتقاد لاندې دی.
د میانمار ملکي ولسمشر لوړه وکړه
په میانمار کې د دیموکراسۍ له پاره ملي لیگ یا (ان ال ډي) حکومتي چاري سمبال کړې. تر پنځوسو کلونو زیاتې مودې وروسته اقتصاد پوه تین چیاو د لومړني ملکي ولسمشر په توگه په پارلمان کې لوړه وکړه. هغه د ټاکنو د گټونکې آنگ سان سوچي نزدې باوري کس بلل کیږي. دی به حکومتي چاري د سان سوچي په مشوره پر مخ وړي، ځکه چې سان سوچي د پوځي دیکتې شوې اساسي قانون له مخې نه شي ولسمشره کیدای.