له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
کندهار ـ پر ميرويس روغتون وسله وال برېد درې انسانان ووژل
د افغانستان د سويلي ولايت کندهار د مرکزي ښار په تر ټولو لوی د نارينه ؤ روغتون وسله وال بريد درې انسانان ووژل. د ځايي پوليسو په وينا په وژل سوو کي دوه بريدګر هم شامله دي. ويل سوي چي دغه دوه وسله وال د لوی اختر په لومړۍ ورځ د سره صليب له خوا مرستي ترلاسه کوونکي روغتون ته ننوتل او هلته يې ډزي پېل کړې. د ميرويس په نوم دغه روغتون د افغانستان په سويل کي تر ټولو لوی د جراحۍ روغتون بلل کيږي.
د دوشنبې په ورځ په سوريه کي اوربند پېليږي
نن په سوريه کي په ځايي وخت د لمر لوېدو سره سم اوربند پېليږي. د دغه اوربند په ترڅ کي به د حکومتي ځواکونو او ياغي ډلو تر منځ ډزبندي رامنځ ته سي. د دغه اوربند د طرحي په تړاو د روسيې او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر منځ توافق په ژنيف کي رامنځ ته سوی ؤ. خو دا چي ايا ټول اړخونه به پر دغه اوربند عمل وکړي که نه، لا نه ده څرګنده.
د سپيني روسيې حزب اختلاف په ټاکنو کي پارلمان ته لاره پيدا کړه
د سپيني روسيې په پارلماني ټاکنو کي د شلو کالو راهيسي د لومړي ځل له پاره حزب اختلاف يوه پارلماني چوکۍ په لاس راوړې ده. دا خبر په مينسک کي د ټاکنو کميسيون ورکړی دی. خو د اپوزيسيون له پاره د دغې يوې چوکۍ ګټل به په حکومتي ګوند په اکثريت ګټلو باندي کوم اغېز ونه لري. په دغه هيواد کي ولسمشر الېکزاند لوکاشېنکو د تيرو ۲۲ کالو راهيسي واکمن دی. هغه د «اروپا د وروستي ديکتاتور» ګڼل کيږي.
م.م.: په شمالي کوريا کي سېلابونو ۱۳۰ انسانان وژلي دي
د ملګرو ملتونو په حواله په شمالي کوريا کي د سختو سېلابونو له کبله تر ۱۳۰ څخه زيات انسانان وژل سوي دي. په اضطراري حالاتو کي د مرستو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ويلي چي د شمالي کوريا حکومت ورته د دې پخلی کړی دی چي په سېلابونو کي ۱۳۳ انسانان وژل سوي او ۳۹۵ نور لادرکه سوي دي. زياته سوې چي په لسهاؤ زره نور انسانان بې سرپناه سوي دي.
د ترکيه ـ په وان کي بمي بريد ۵۰ کسان ژوبل کړل
د ترکيې په ختيځ کي واقع وان ولايت کي د موټريز بمي بريد له کبله تقريبا ۵۰ انسانان ژوبل سوي دي. د سي اېن اېن ترک تلويزيون د راپور له مخي په چاودېدونکو توکو بار يو موټر ته د ترکيې د حکومتي ګوند AKP و ولايتي دفتر ته نژدې چاودنه ورکول سوې ده. په دغه سيمه کي د کوردانو منع سوی کارګر ګوند PKK فعاليت لري او په زياته بيا امنيتي قواوي په نخښه کوي.