له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ناټو د وسلو پر پلورلو د لا ډیر کنترول هرکلی کوي
د ناټو سر منشي، ینس ستولتنبرګ، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د تسلیحاتي کنترول، اقداماتو هرکلی کړی دی. هغه په برلین کې له شتاین مایر سره تر لیدنې وروسته وویل چې دغه اقدام په یوه مناسب وخت کې مطرح شوی دی. شتاینر مایر د امنیت او همکاري سازمان د غړو هیوادونو په غونډه کې د ولسو د پلورلو په برخه کې له یوې نوې سیالۍ څخه خبرداری ورکړ.
د ازبکستان حکومت د کریموف وضعیت خراب بللی دی
د ازبکستان حکومت په یوې رسمي بیانيه کې د دغه هیواد د ولسمشر اسلام کریموف روغتیایي وضیعت خراب بللی دی. دغه بیانیه د جمعې په ورځ د دې هیواد تلویزیونو او نورو رسنیو له خوا هم خپره شوه. په بیانیه کې راغلي دي چې ۷۸ کلن مشر تر مغزي سکتې وروسته بستری شوی دی. تر هيواد دباندي د اپوزیسیون یو شمیر رسنیو ته آن ویلي دي چې کریموف وختي لا مړ شوی دی.
د آلمان حکومت د ارمنیانو د عام وژنې اعلاميي په اړه رپوټونه رد کړل
د آلمان حکومت هغه رپوټونه رد کړي دي چې کواګي د پارلمان له هغې اعلامیې څخه واټن نیسي چې پکښې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ارمنیانو وژنه یو قتل عام بلل شوې ده. د آلمان د حکومت ویاند شتیفن زایبرت، ویلي دي چې دا خبره په هيڅ صورت هم مطرح نه ده. هغه همداراز روښانه کړې ده چې د پارلمان له خوا دغه منل شوې اعلامیه الزامي اغیزې نه لري.
د آلمان پر استخباراتي سازمان د قانون د تر پښو لاندې کولو تورونه
د آلمان پر اساسي قانون د نظارت عالي کمیسارې اندریا فوسهوف، په دې باور ده چې د دې هیواد استخباراتي سازمان «بې ان دي» په سیستماتیک ډول قانون تر پښو لاندې کوي. دغه موضوع آلماني رسنیو د فوسهوف د یو شمیر محرمو اسنادو په حواله خپره کړې ده. د دې اسنادو په حواله د آلمان استخباراتي سازمان د امریکا د کورني امنیت ادارې په مرسته د وګړو پر شخصي اسنادو څارنه کړې ده.
په وینزیولا کې د ولسمشر پر ضد مظاهرې
د وینزیویلا په پلازمینه، کاراکاس کې، په سونو زره کسانو د دې هیواد د ولسمشر نیکولاس مادورو، پر ضد مظاهرې کړې دي. محافظه کاره اپوزیسیون، چې دغه مظاهره یې راغوښتې وه، د یوه تاریخی احتجاج خبره کړې ده. مظاهره کوونو له مادورو، څخه غوښتي دي چې د خپل ګوښه کیدو په اړه د یوې ټول پوښتنې اجازه ورکړي. د روان کال په مې میاشت کې اپوزیسیون د یوه ریفرندوم له پاره اړینې ۱،۸ میلیونه لاسلیکونه راټول کړل.