له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ترکیه: پولیسو پر یوې څيړنیزي موسسه چاپه وهلې
په ترکیه کې تر ناکامي کودتا وروسته د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا پيل شوي د «تصفیې څپه» دوام لري. د «این ټي وي - ترک» تلویزیوني شبکې د معلوماتو پر اساس د ساینس او تکنالوژۍ پر څیړنیزي موسسې پولیسو چاپه وهلې ده. دا موسسه په ترکیه کې د څیړنې او پراختیا د همغږۍ تر ټولو مهم بنسټ دی. ویل شوي چې په دې ترڅ کې زیات کسان نیول شوي دي.
د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ تړون په اړه شکونه
یونان له ترکیې سره د مهاجرو تړون د لغو کیدو په صورت کې، لکه څرنګه چې دغه هیواد ګواښ کړې، د مهاجرو له پاره پر یوې بدیلې طرحې ټینګار کړی. د یونان د مهاجرو وزیر جرمنۍ ورځپاڼي «بلډ» ته وویل چې اروپايي ټولنه باید په دې اړه فکر وکړي چې د ترکیې له خوا د سرحد د پرانيستو پر وخت به کومه تګلاره غوره کوي. ده وویل د یونان حکومت په دې هلکه ډير اندیښمن دی. په آلمان کې هم د مهاجرو تړون په اړه شکونه زیات شوي دي.
جاپان وايي شمالي کوریا ورته جدي ګواښ متوجې کړی
شمالي کوریا یو ځلي د باليستيک توغندي آزموینه کړې. په توکیو کې د جاپان حکومت له خوا ویل شوي چې د منځني واټن یو راکټ یې نن، چهار شنبه د شمالي ساحل په ۲۵۰ کیلومترۍ کې لګیدلی دی. لومړي وزیر شینزو ابې د جاپان امنیت ته د یوه جدي ګواښ خبره وکړه. نوموړي دا یو «ظالمانه عمل» ګڼلې. د امریکا متحده ایالاتو دغه آزموینه په کلکه غندلې او خپلو متحدو جاپان او جنوبي کوریا ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په ترکیه کې د میشتو آلماني عسکرو امنیت لا ټينگ شوی
د آلمان پوځ د ترکیې په انجرلیک کې د میشتو آلماني عسکرو امنیت لا پسې ټينګ کړی دی. په پوستدم کې د ماموریت له قوماندې له خوا تائید شوه چې د ناټو دې اډې ته به «په لنډه موده کې او مخنیوي په توګه» یوزاې د هغه الوتکې پرواز وکړي چې په دافع هوا راکټونو سنبالې وي. د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې په انجرلیک میشتو ۲۳۸ عسکرو ته هیڅ کوم اجل خطر متوجې نه دی.
نیپال: د یاغیانو پخوانی مشر لومړی وزیر ټاکل شوی
د یاغیانو پخوانې رهبر او د ماویستي ګوند مشر د نیپال د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی. د پارلمان د ۵۷۳ استازو څخه یې ۳۶۳ د پوشپا کمال داهال په پلوۍ رای ورکړه. د واک تر سنبالو وروسته دي د تیر کال د ویجاړونکې زلزلې وروسته پڅه پر مخه روانه بیا رغونه باید چټکه کړي. داهال د ۲۰۰۸م کال له اګست څخه د ۲۰۰۹ م کال تر می پوري هم د نیپال لومړی وزیر وو. د نوموړي سلف یو څه موده وړاندې له دندې استعفا کړې وه.
د اماراتو یوې الوتکې د کښېناستو پر وخت اور اخیستی
د اماراتو هوایي شرکت یوې الوتکې د ناستي پر وخت اور اخیستی دی خو چارواکو ویلي دي چې پکښې سپاره ټول ۳۰۰ کسان روغ رمټ له الوتکې راایستل شوي دي. دغه الوتکه د هندوستان له تریواندروم ښار څخه د دوبۍ پر لور الوتې وه. د دوبۍ رسمي رسنیو ویلي دي چې په پیښه کې څوک ټپي شوي نه دي او اوس د امارات هوایي شرکت ټول پروازونه ځنډول شوي دي