له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په زرونو هندي کارګر په سعودي عربستان کې بند پاته دي
د فرانس پریس خبري آژانس په سعودي عربستان کې په زرونو بې روزګاره شوي هندي، فلپیني او پاکستاني کارکونکي د تیلو د بیو د رالویدو وروسته بند پاتې دي. د فلپیني مهاجرو کارګرو د یوې مرستندویه ټولنې مشر ګیري مارتینیز وویل چې له دغه کارکونکو څخه یې ځيني د څو میاشتو تر بې کارۍ وروسته خیر ټولو او یا د کثافت دانیو څخه د خوراک راټولو ته اړ شوي دي. د هند حکومت ویلي چې په دې اړه د سعودي حکومت سره تماس نیولی دی.
پر حلب د بریدونو په نتیجه کې ملکیان وژل شوي
د سوریې په جګړه ځپلي ښار حلب کې د یاغیانو له خوا د لاسي بمونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ ملکیان وژل شوي دي. د بشري حقونو لندن میشتې سوریایي ټولنې ویلي چې له وژل شویو څخه یې ډير ماشومان او ښځې دي. زیاته شوې چې یاغي ډلو ټوله شپه د ښار پر جنوب لویدیځ سخت بریدونه ترسره کړل. دا د ښار هغه برخه ده چې د یاغیانو د مختلفو ډلو له خوا هدف ګرځيدلې څو د سوریايي ځواکونو محاصره ماته کړي.
امریکايي الوتکو په لیبیا کې د داعش پر پاخه سنګر بریدونه کړي
د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک په لیبیا کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې پر پاخه سنګر سرت بریدونه ترسره کړي. د لیبیا لومړي وزیر فایز مصطفی سراج وویل چې لیبیا له امریکا متحده ایالاتو څخه د دې بریدونو غوښتنه کړې وه. ده زیاته کړه چې دښمن ته یې سخت زیان اوښتی دی. د لیبیا د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی حکومت د روان کال د مي میاشت راهیسې په سرت کې د دغه ډلې پر سخت جګړه کوي.
د نیس د برید په تړاو پر یوه شکمن د اقامې دعوا شوې
د فرانسې عدلیې څه د پاسه دوه اوونۍ د مخه په نیس ښار کې تر ترهګریز برید وروسته پر یوه بل شکمن تن د اقامې دعوا کړې او هغه یې توقیف کړی دی. د فرانسوي رسنیو په حواله دا ۳۶ کلن د احتمالي برید ګر محمد لحویج بوهلال سره د لاسي تلیفون په عکسونو کې لیدل کیږي. بوهلال په نیس ښار کې د یوه جشن په ترڅ د یوه لارې موټر په واسطه ۸۴ انسانان ووژل. دی هم بیا د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو.
رپوټ: د مهاجرو په برخه کې له یونان سره کمه مرسته شوې
د «بلډ» ورځپاڼې په حواله یونان د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو له خوا د مهاجرو پر بحران د لاسي بري په موخه د هغه کم ملاتړ تر لاسه کوي چې ژمنه ورسره شوې وه. ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د کمیسیون په حواله زیاته کړې چې د نورو سربیره دې هیواد ته د هغه کم کارپوهان استول شوي چې مخکې اعلان شوې وو. په دې توګه تر اوسه د پناغوښتنې د برخې د ۴۷۵ ژمنه شویو کارپوهان له جملې څخه یونان ته یوازې ۹۲ تنه رسیدلي دي.
د آلمان له خوا د ترکیې پر حکومت انتقادونه ډیر شوي
د مهاجرو د تړون او د ویزې د مقررات پر سر د شخړې په ترڅ کې د آلمان له خوا د ترکیې پر حکومت نیوکو زور اخیستی دی. د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د «Rheinischen Post» ورځپاڼې ته وویل چې ترکیې تر اوسه د ویزې په مقرراتو د آسانتیاوې د رامنځته کولو له پاره ټول شرائط نه دي پوره کړي. ده زیاته کړه له دې کبله ضرب الاجل او یا ګواښونه هیڅ ګټه ونه لري.