له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په سوريه کي یوه روسۍ څرخۍ الوتکه ویشتل شوې
د روسیې د دفاع وزارت د سوریې په شمال کې د یوې روسۍ اکمالاتي څرخۍ الوتکې د ویشتلو او رالوېدلو خبر تائید کړ. Mi-8 ډوله الوتکه په ادلیب ایالت کې له ځمکې څخه په نخښه شوې وه چې پکښې سپاره پنځه عسکر او افسران وژل شوي دي. دغه څرخي الوتکې تردې دمخه محاصره شوي ښار حلب ته مرستندویه توکي رسولي ول. د دغه ښار په جنوب ختیځ کې سوریايي ياغیانو د ښار په ختیځ خپلو بندو پاتو جنګیالو ته د رسیدو عملیات پيل کړي.
په بلوچستان کي نا معلومو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي
د فرانس پریس خبري آژانس په حواله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې موټر سایکل سپرو وسله والو د شیعه مذهبي لږکۍ دوه تنه غړي وژلي دي. پولیسو وویل چې پیښه د کویټه ښار سره نزدې رامنځته شوې ده. د کویټې د پولیسو یوه لوړ پوړې مشر وویل: «وسله والو هغه رکشا درولې وه چې دغه کسان پکښې سپاره ول او بیا پر دوی د ډزو وروسته په تیښته بریالي شول.» تر اوسه کومې ډلې د پیښې مسئولیت نه دی منلې.
ترکیې پر آلمان سختې نیوکې کړي
د آلمان په کلن ښار کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلوۍ یوه مظاهره کې د نوموړي پر ویډیويي وینا بندیز د ترکیې د حکومت غصه راپارولې ده. پر نورو سربیره په ترکیه کې د آلمان د سفارت استازی احضار شوی دی. د اردوغان د ویاند په حواله د ترکیې د عدلېې وزیر هم پر دغه بندیز سختې نیوکې کړي. سربیره پر نوموړي د آلمان پر حکومت د دغلته د میشتو ترکانو سره د غیر منصفانه چلند تور هم ولګاو.
د بهرنیانو پر یوه هوټل برید کې یو پولیس وژل شوی
نن، دوشنبه سهار وختي په کابل کې د بهرنیانو له پاره پر یوه هوټل د برید په نتیجه کې یو پولیس او درې تنه برید کونکي وژل شوي. ویل شوي چې برید کونکو چې د وسله والو طالبانو له ډلې څخه وو، په چاودیدونکو توکو بار موټر ته په انفجار ورکولو سره یې هڅه وکړه هوټل ته داخل شي. د «نورت ګیت» په نوم دغه خوندي هوټل د باګرام د پوځي هوايي اډې سره نزدې پروت دی. پر دې هوټل په څو ځلي د طالبانو له خوا بریدونه ترسره شوي.
په فرانسه کي پر کلیسا د برید په تړاو یو بل تن هم نیول شوی
په فرانسه کې د یوه ۸۵ کلن کشیش تر وژل کیدو پنځه ورځې وروسته د دوه برید کونکو څخه یې د یوه د کورنۍ یو غړی توقیف شوی. د څارنوالۍ له خوا ویل شوي چې دا ۳۰ کلن د برید ګر عبدالمالک پيتیجیان پر پلان خبر وو. ویل شوي چې د نوموړې د کمپیوتر او تلیفون ارزونو ښوولې چې دی د هغه پر ډير څه خبر وو چې پلټونکو ته یې ویلي ول. همدا راز یو بل تن هم نیول شوې چې په جون کې یې د پیتیجان سره سوریې ته د تلو هڅه کړې وه.
د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د مهاجرو تړون له خطر سره مخ دی
د ترکیې له خوا د نویو ګواښونو له کبله د دغه هیواد او اروپايي ټولنې ترمنځ د مهاجرو تړون ښايي له خطر سره مخ شي. د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد وګړو ته د ویزې په مقرراتو کې د چټکو آسانتیاو د نه رامنځته کولو په صورت کې د تړون د لغوه کولو ګواښ کړی. ده وویل حکومت یې د یوه ټاکل شوي وخت غوښتونکی دی. اروپايي ټولنې پر دې محتاط غبرګون ښوولې او ویلي دي چې ترکېې د حکومت د ګواښونو تر تاثیر لاندې به را نه شي.