له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په افغانستان کې زورزیاتی وار په وار زیاتیږي
د افغانستان په شمال کې د کندز ولایت له دغو زورزیاتیو څخه اغیزمن شوی. د آلمان د خبري آژانس په یوه رپوت کې چې له کابل څخه یې خپور کړې راغلي دي چې د کندز د ولایتي شورا یو غړي، امرالدین ولي وايي چې د دوشنبی د ورځې را په دی خوا د قلعه زال په ولسوالې کې د نښتو په دوام کې داسې ښکاري چې د هغې ولسوالې مرکز دشت ارچي نن سهار پنجشنبه د یاغیانو لاس ته لویدلی وي.
اتریش د ترکیې سفیر ورغوښتی دی
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر، سبستیان کورڅ غواړي د ترکیې له سفیر سره وغږیږي. د اتریش یوې راډیو ته نوموړي سیاستوال وویل، هغه غواړي له دغه ترکي دیپلومات څخه واوري چې هیواد یې وروسته له دی څه کوي. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په ترکیه کې ډير وروستي تحولات د منلو وړ نه دي. په ترکیه کې سر نن څخه د درې میاشتو لپاره اضطراري حالت ولگول شوو.
روسیې د سپورت د نړیوالې محکمې پریکړه سخته وغندله
روسیه سخته خواشینې ده چې د سپورت نړیوالې محکمې د نوموړي هیواد ورزشکاران یې په «ریو دی ژینرو» کې د اولمپیک له سږنې نړیوالو لوبو څخه بې برخې کړل. د کرملین له نظره دا نه شی کیدای چې ټول ورزشکاران په ډله ایزه توگه د ډوپیینگ کولو په خاطر مسوول وگڼل شي.
ترمپ د ناتو ستراتیژي تر پوښتنې لاندې ونیوله
د یوې ورځپاڼې د یو رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکو د ولسشمرۍ کاندید دونالد ترمپ د ناتو له متحدیتو څخه د ساتنې لپاره د امریکا پرته له قید او شرط ژمنه تر پوښتنې لاندې ونیوله. نیویارک تایمز له ترمپ څخه په یوه مرکه کې پوښتنه کړې ده، که چیری هغه د امریکا ولسشمر شي، د روسیی د یرغل په صورت کې، له بالتیک جمهوریتونو سره به مرسته وکړي.
د «نیس» له حملې څخه د مخکې امینتی تدابیرو پلټنه کيږي
د فرانسې پولیس غواړي چې د دغه هیواد د «نیس» په ښار کې د وروستې یوې حملې څخه مخکې امنیتی تدابیر تر پلټنې لاندې ونیسي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازینف د دغه اقدام امر صادر کړی دی. پلټنه په دی هکله کیږي چې د مدیترانې په نوموړي ښار کې د جولای د ۱۴ نیټي په ماښام د اورلوبو لپاره کوم امینتی قوتونه گمارل شوي ؤ.
بی سرحده ډاکترانو په مدیترانه کې ۲۰۹ مهاجر ژغورلي دي
بی سرحده ډاکترانو د لیبیا سواحلو په مخکې په مدیترانه کې ۲۰۹ مهاجر له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. خو ۲۲ نور مړه شوي چې جسدونه یې اوس موندل شوي دي. د نوموی سازمان د وینا له مخې دغه مهاجر په دوو ربړي بیړیو کې په نوموړي سمندرگي کې په لاره ؤ. د هوا په ښه کیدو سره یو زیات شمیر مهاجر له لبیبا خخه د اوبو له لراې اروپا ته مخه کړې ده.