له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«پر مرستندویه کارکونکو جنسي تیری شوی او وژل شوي»
په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د کورنۍ جگړې ښکیلو اړخونه د بشري مرستندوه کار کوونکو پر وړاندې سخت جنایي اعمال تر سره کړي دي. د ملگرو ملتونو یوه ویاند د حکومتي ځواکونو له لوري لږ تر لږه د یوه تن د وژلو او ډیرو جنسي تیریو د ترسره کیدو خبره کړې ده. د تیرې اوونۍ د جگړو په ترڅ کې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو د وژل کیدو او ۳۳۰۰ تنو له خپلو کورونو څخه د بې ځایه کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
ښایي د نیس ښار د برید په قربانیانو کې آلمانان هم وي
د فرانسې په نیس ښار کې تر برید وروسته د برلین د يوه ښوونځی یوه معلمه او یوه شاگرده لادرکه دي. ویل شوي دي چې په ټوله کې د برلین د شپږو ښوونځیو شاگردان په نیس کې ول. تر دې د مخه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره نه وه رد کړې چې د قربانیانو په منځ کې دې آلمانان هم نه وي. په دغه ساحلي ښار کې یو لارۍ موټر د خلکو پر گڼې گوڼي ورخيژول شوی چې د فرانسې د ملي جشن په ترڅ کې یې د اور لوبو ننداره کوله.
«د بریگزټ په هکله به خبرې اترې د کال په پای کې پیل شي»
د بریگزټ یا له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو چارو وزیر د خپلو څرگندونو له مخې بریتانیا غواړي چې د کال تر پای پورې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو په هکله رسمي خبرې اتري پیل کړي. د پې اې د خبري آژانس د ډیویډ ډیوس له قوله لیکلي دي چې د بریتانیا د نوې صدراعظمې تر مشرۍ لاندې د حکومت په لومړیو اهدافو کې د امریکا او چین په شان هیوادونو سره د ازاد تجارت په هکله د تړونونو لاسلیکول دي.
په فرانسه کې د لارۍ موټر د برید په هکله نړیوال غبرگونونه
په نیس ښار کې تر برید وروسته نړیوالو سیاستوالو له فرانسې سره پیوستون اعلان کړی دی. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په اولان باتور کې د آسیا - آروپا (ASEM) سرمشریزي په څنډه کې ویلي دي: «آلمان د تروریزم پر ضد مبارزه کې د فرانسې تر څنگ ولاړ دی.» هغې ویلي دي چې په دې باندې ډاډمنه ده چې پر ټولو ستونزو سربیره به دغه مبارزه بریالۍ شي. د آلمان ولسمشر یو آخیم گاوک «پر ټولې آزادي نړۍ باندي د برید خبره کړې ده.»
په عراق کې د فساد پر ضد په زرونو خلکو احتجاج کړی
د فساد او خپلوۍ پالني پر ضد د عراق په پلازمېنه بغداد کې یو ځل بیا په زرونو کسان سړکونو ته راوتلي وو. شیعه مذهبه واعظ مقتد الصدر چې د دغو احتجاجونو له پاره یې غږ کړی وو، د لنډې مودې له پاره په تحریر میدان کې د خپلو پلویانو پر وړاندې راڅرگند شو. د دجله پل د اغیزي لرونکي سیم په واسطه کلابند کړی شوی وو.