له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په سويلي سوډان کي د لوږي د ناورين خبرداری
په سويلي سوډان کي د تاوتريخوالي لمن د پراخېدو له کبله د لويي لوږي د رامنځ ته کېدو ګواښ زيات سوی دی. د لوږي ضد نړيوال سازمان د مشرتابه د هئيت غړي ماتياس موګه ويلي دي چي تر مخه حاکم د خوراکي توکو کمښت د جګړو له کبله لا زيات سوی دی. نوموړي ويلي چي که حتی ډزبندي ماته هم نه سي نو بيا هم د هيواد زياتي برخي په ګډوډيو کي د داخيلېدو د ګواښ سره مخامخ دي.
د جانسن د ټاکني په اړه غبرګونونه
د اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو يا برېکزيټ ملاتړ کوونکی بريتانوی سياستوال بوريس جانسن د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وټاکل سو. د نوي لومړۍ وزير تېرېسا مې له خوا د جانسن د وزير کولو په وړاندي په نړيواله توګه تنقيدي غبرګونونه رامنځ ته سوي دي. د اروپايي اتحاديې د پارلمان رئيس مارټين شُلڅ ويلي چي د بريتانيې نوې کابينه ښيي چي ورته مهمه د محافظه پال ګوند خپلمنځي اتحاد دی او نه د هيواد راتلونکی.
«۱۵۰ زره افغانان په هيواد دننه کي بېځايه سوي»
د روان مېلادي کال د جنورۍ مياشتي څخه تر ۱۴۹ زرو څخه زيات افغانان د جګړو له کبله په خپل هيواد کي د يو ځای څخه بل ځای ته مهاجر سوي دي. ياد اعداد او شمېرې د عاجلو مرستو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان OCHA په راپور کي راغلي دي. د دغه راپور له مخي د افغانستان شمالي ولايت بغلان تر نورو ټولو ولايتونو د دغي ستونزي سره لاس او ګرېوان دی.
د بشري حقونو سازمان: افغانستان د ماشومانو په ساتنه کي ناکام دی
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ د افغانستان حکومت په دې تورن کړی چي په دغه هيواد کي د ماشومانو دحقونو څخه په دفاع کولو کي ناکامه سوی دی. ياد سازمان ويلي چي افغان حکومت د افغان ماشومانو د ژوبلي، وژل کېدنې او د ناوړه استعمال په مخنيوي کي پاته راغلی دی. دغه سازمان ويلي چي د افغانستان ګڼ شمېر ماشومان اړ دي چي په ساعتونو ساعتونو سخت کارونه وکړي.
اروپايي اتحاديې د ګوګل شرکت پر ضد دوسيه پرانيستله
د اروپايي اتحاديې کميسيون د امريکايي ستر انټرنټي شرکت ګوګل پر ضد د غېر عادلانه د سيالۍ په تور دوسيه پرانستله. د دغه تور له مخي د بېلګي په توګه ګوګل په دې تورن سوی چي د لټون په ماشين کي د لټون پر وخت د خپلو سيالو شرکتونو د لټون د ماشينانو اعلانونه د نتايجو د ښودلو پر وخت تر زياتي اندازې محدودوي. اړونده کميسيارې ويلي چي «ګوګل په دې توګه سره د کارونکو له پاره انتخاب محدودوي او د نوښتونو مخه نيسي.»
آلمان ته په بې ساري توګه کډوالي زياته سوې
په ۲۰۱۵ ميلادي کال و آلمان ته دومره زيات شمېر انسانان راغلي چي تر مخه يې هيڅ ساری نه ؤ ليدل سوی. په دغه کال و آلمان ته ۲،۱ مليون انسانان راغلل چي د هغه څخه د ترمخه کال په پرتله پکښي د ۴۶ سلنې زياتوالی دی. په راغلو انسانانو کي پناه غوښتونکي او په همدې شان د کار تلاښ کوونکي خارجيان شامله دي. دا اعداد او شمېر د آلمان د احصاييو ادارې په ويسباډن کي خپرې کړي دي.