له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ننګرهار: د داعش راډیو له منځه یوړل شوه
د افغان چارواکو په حواله د چهار شنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلي یوه راډيويي دستګاه له منځه تللی ده. د ننګرهار ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په اچین ولسوالۍ کې نن د بې پيلوټه الوتکې یو برید وشو. دا ډول عملیات د امریکايي ځواکونو له خوا د وسله والو پر ضد ترسره کیږي. د داعش ډلې له دې راډیو څخه د خپل ځان په ګټه د تبلیغاتو له پاره استعفاده کوله.
کشمیر: په مظاهرو کې دوژل شویو شمیر ۳۵ ته لوړ شوی
د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې له پولیسو سره د اخ و ډب پر وخت د لسونو احتجاج کوونکو سترګې زخمي شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغلته اوس هم خونړي اخ و ډبونه روان دي او د مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو شمیر ۳۵ ته لوړ شوی دی. یوه ډاکتر وویل چې د ځوان ملتپال مشر برهان واني د وژل کیدو پر ضد د احتجاج پر وخت د زخمي شویو انسانانو څخه لږ تر لږه ۱۰۰ تنه په سترګو د ربړي مرمیو تر لګیدو وروسته په روغتون کې دي.
په جنوبي سوډان کي آلمانيان خوندي ځایونو ته انتقال شوي
د ختیځې افریقا په بحران ځپلي هیواد جنوبي سوډان کې د تیرو ورځو د درنو جګړو له کبله له دغه هیواد څخه د آلماني اتباعو راویستل پیل شوي دي. په برلین کې بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې لومړۍ جوپه د پوځي الوتکو له لارې له دغه هیواد څخه انتقال شوې ده. په ټولیزه توګه شا او خوا ۱۰۰ تنه آلمانان په جنوبي سوډان کې ول. آلمان په پام کې د نورو هیوادونو اتباعو سره هم له دغه هیواد څخه په وتلو کې مرسته وکړي.
په حلب کې کلابندو ته د خوراکي موادو کمښت متوجې دی
د ملګرو ملتونو د اټکلونو په اساس که د حکومتي ځواکونو له خوا د سوریې د شمال د ستر ښار حلب کلابندي دوام پیدا کړي نو ښايي د خوراکي توکو د کمښت ستونزه رامنځته شي. زیاته شوې چې ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ټولنې د ښار د ختیځې برخې ۱۴۵ زره انسانانو ته یوازې نوره یوه میاشت په کافي اندازه خوراکي توکي رسولای شي. په ټولیزه توګه دا محاصره کیدای شي د ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو پورې انسانان اغیزمن کړي .
ایمنسټي مصري چارواکي د مخالفینو سره په ناوړه چلند تورن کړي
د بخښنې نړیوال سازمان مصري چارواکي مخالفو ډلو د غړو سره په ناوړه چلند تورن کړي. د سازمان په یوه رپوټ کې ویل شوي چې حکومت د پخواني ولسمشر محمد مرسي د پلویانو، د اخوان المسلمین د ګوند غړو او د نورو مخالفینو سره بې رحمانه چلند کوي. زیاته شوي چې په تیرو دریو کالونو کې لږ تر لږه ۳۴ زره انسانان بدون د حقوقي پروسو نیول شوي دي. د ایمنسټي په حواله ډيري شکنجه شوي او حتې د چارواکو له خوا پرې جنسي تیری شوی.
په وینزویلا کي پوځ د خوراکي توکو په رسولو کې ونډه اخلي
په وینزویلا کې د خوراکي توکو او درملنو بحران ته په کتو سره پوځ ته د دغه مواد د ویش دنده سپارل شوې. ولسمشر نیکلاس مادورو د یوه فرمان له لارې د داسې یوې مرجع د رامنځته کولو لارښوونه کړې. د دفاع وزیر او ولسمشر مادورو به د دې مرجع مشري کوي. زیاته شوې چې د دې موخه د اړینو توکو د قاچاق او غیر قانوني خرڅلاو مخه نیول دي وینزویلا په دې وروستیو کې د تیلو بیو د راټيټدو له امله له اقتصادي بحران سره مخ دی.
د آلمان حکومت د هریرو وژنه د نسل وژنې په توګه درجه بندي کړې
د آلمان حکومت په سویلي افریقا کې د دغه هیواد په پخوانۍ مستعمره کې د هریرو او ناما د قومونو وژنه په لومړي ځل د «نسل وژنې» په توګه درجه بندي کړې ده. حکومت د پارلمان د کیڼ اړخه جناح د پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې په نننۍ نمیبیا کې د ۱۹۰۴ تر ۱۹۰۸ کالونو ترمنځ د ترسره شویو پيښو دا درجه بندي د آلمان د حکومت دریځ ښيي. د اټکلونو له مخې هغه وخت تقریباً د هریرو او ناما قومونو ۱۰۰ زره غړي ووژل شول.