له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د پیښور پر ښوونځي د برید طراح وژل شوی
د آلمان خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د پيښور د پوځي ښوونځي د بریدونو طراح په افغانستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. ویل شوي دغه تن چې عمر نری نومیده او د خلیفه عمر منصور په نوم مشهور وو، د شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په برید له خپلو دریو ملګرو سره د برید هدف ګرځيدلی.
د امریکا دفاع وزیر کابل ته تللی
د امریکا متحدو ایالاتو دفاع وزیر اشتون کارتر په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی. نوموړي نن، سه شنبه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال نیکولسن سره وکتل. کارتر د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې په دې باور لري چې افغان ځواکونه به وکولای شي افغانستان باثباته کړي.
بغداد: یوه بمي برید ۹ تنه وژلي
د عراق په پلازمینه بغداد کې په یوه تازه برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي. د امنیتي کړیو په حواله د بغداد په شمال کې په پرته سیمه رشیدیه کې دې موټر بم برید لږ تر لږه ۳۲ تنه ټپيان کړي هم دي. د پیښې مسئولیت تر دې دمه چا نه دی منلی. په دې وروستیو کې د بغداد په یوه بازار کې یوه برید لږ تر لږه ۲۹۲ انسانان ووژل. د دغه برید پړه افراطي اسلامپالې ډلې داعش یا «اسلامي دولت» منلې وه.
په اېتالیا کې د دوو ریلونو په ټکر ۲۰ تنه وژل شوي
په اېتالیا کې د دوه ریلونو د ټکر په نتیجه کې د وژل شویو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شوی. د «انسا» خبري آژانس خبر ورکړې چې په پيښه کې ډیر شمیر انسانان ټپيان شوي هم دي. ریلونه د کوراتو او اندریا سیمو ترمنځ سویلي ښار باري ته نژدې سره مخامخ جنګیدلي دي. دواړه اورګاډي سخت زیانمن شوي او ځیني واګنونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي. د اېتالیې لومړي وزیر ماریو رینسي د پیښې د روښانه کولو په موخه د چټکو پلټنو لارښونه کړې.
اسرائیلو د غیر دولتي سازمانونو د کنترول قانون تصویب کړ
د اسرائیل پارلمان د غیر دولتي سازمانونو (NGO) د لا کلک کنترول په موخه یو لانجمن قانون تصویب کړی. د نویو مقرراتو له مخې هغه سازمانونه د ګرازش په ورکولو مکلفې دي چې د مالي وسایلو زیاتره برخه ورته د باندې څخه راځي. د اسرائيلو د عدلیې ښي پلوه وزیرې ایلت شاکید وویل چې دا قانون به د اسرائيلو په کورنیو چارو کې د بهرنیو دولتونو د مداخلې مخنیوی وکړي.
مون، پر جنوبي سوډان د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د امنیت شورا څخه د جنوبي سوډان سره د وسلې پر تجارت د بندیز غوښتنه کړې. نوموړي په نیویارک کې وویل چې د حکومتي ځواکونو او د مرستیال ولسمشر او د یاغیانو د پخواني مشر ریک ماشار د ملیشو ترمنځ نښتو له امله د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت باید لا پسې پراخ کړل شي. ده زیاته کړه پر هغو ټولو باید بندیزونه ولګول شي چې یو کال د مخه د سولې د رامنځته شوي تړون څخه سرغړونه کوي.
په برلین کې د مهاجرو په اړه د معلوماتو مرکز جوړيږي
د مهاجرو او پناغوښتونکو نړیوالو سازمانونو استازو د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر سره د لیدنې پر وخت د لا زیاتو شریکو هلو ځلو پر سر ټینګار وکړ. په برلین کې د نورو سربیره په بحران ځپلو هیوادونو کې د باالقوه مهاجرینو د پوهاوي په موخه د یوه معلوماتي کمپاین پر لاره اچولو هم توافق وشو. همدا راز به په برلین کې په نړیواله کچه د مهاجرو د هجوم په اړه یو نوی معلوماتي مرکز هم رامنځته کړل شي