له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په جنوبي سودان کې تازه تاوتريخوالی
د جنوبي سودان په پلازمېنه کې يو ځل بيا نښتې او متقابلې ډېري شوې دي. د ځايي رسنيو په حواله د حکومتي امنيتي ځواکونو او پخوانو ياغيانو تر منځ په جوبا کې تازه نښتې شوې دي. ځايي اوسېدونکو ويلي دي چې ډزې يې اورېدلي چې له کبله يې له خپلو کورونو څخه نه شوای وتلای. په جوبا کې له جمعې ورځې راهيسې په نښتو کې څه باندې ۱۵۰ انسانان وژل شوي دي.
د امريکا په ځينو ښارونو کې تازه تاوتريخوالی
په دالاس کې د پوليسو تر وژل کېدلو وروسته، د امریکا په ځينو ښارونو کې يووار بيا پر پوليسو د تاوتريخوالي ډک بريدونه شوي دي. په مينسوتا آيالت کې د سانت پاول په ښار کې د شپې له خوا د وګړو د حقونو د يو پلوي لاريون پر مهال آخ و ډبونه وشول چې څو تنه پکې د پوليسو له خوا ونيول شول. د ځايي پوليسو په خبره لږ تر لږه درې تنه پوليس په دغو پېښو کې ژوبل شوي دي.
مسکو د ناټو پر پرېکړو نيوکه وکړه
يوه ورځ وروسته له دې چې په پولنډ کې د ناټو سرمشريزه پای ته رسېدله ده، روسيې د ناټو پر پرېکړو باندې سختې نيوکې کړې دي. په مسکو کې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د ناټو سازمان د شرق له طرفه داسې يو ګواښ ته متوجه دی، چې اصلا وجود نه لري. دا هم ويل شوي دي چې مسکو به د چهارشنبې په ورځ د ناټو او روسيې د شورا په چوکاټ کې د ناټو د تازه پلانونو په هکله سپيناوی وغواړي. ناټو د دفاعي تدابيرو پريکړه کړې ده.
په استراليا کې محافظه کار ګوند انتخابات وګټل
په استراليا کې تر پارلماني انتخاباتو يوه اوونۍ وروسته، صدراعظم، مالکولم تورنبول، ځان ګټونکی اعلان کړی دی. د هغه ليبرال محافظه کار ائيتلاف په دې ترتيب خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي. اپوزيسيون په ورته وخت کې خپله ماته ومنله. خو اصلي وروستۍ پايلې لا نه دي اعلان شوې. د ټاکنو د کميسيون د اټکلونو له مخې حاکم ائيتلاف له ۱۵۰ چوکيو څخه څه نا څه ۷۶ يا ۷۷ چوکۍ ګټلې دي.
په کمبوديا کې د حکومت مشهور مخالف وژل شوی دی
په کمبوديا کې د مستبد دولتي مشر هون سېن يو مشهور منتقد د رسنيو د راپورونو له مخې په ډزو ويشتل شوی دی. د حکومت منتقد کېم لېي په پلازمېنه پنوم پېن کې په درو ډزو ووژل شو. دغه خبر بېلابېلو ورځپاڼو د پوليسو په حواله خپور کړی دی. يو مشکوک نفر نيول شوی هم دی. کېم لېي هڅه کوله چې د جنوب ختيځې آسيا په دغه مطلق العنان هېواد کې يو دموکرات اپوزيسيون جوړ کړي.
په برلين کې د کيڼ اړخو په لاريون کې اخ و ډبونه وشول
د آلمان په پلازمېنه برلين کې د کيڼ اړخو په يوه مظاهره کې نښتې شوې دي. په فريدريشس هاين ناحيه کې، دغو مظاهره چيانو پر پوليسو د ډبرو، بوتلونو او پټاکيو بريد کړی دی چې يو شمېر پوليس پکې ژوبل شول. پوليسو يو شمېر شکمن کسان ونيول او له اوښکن ګاز څخه يې کار واخيست. احتجاج د هغو کورنو په سر راپورته شوی دی چې خپل سرو ډلو نيولي دي. پوليسو په وار وار هڅه کړې وه چې دغسې خپل سري کسان له دغو کورونو څخه وشړي.