له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د امريکا ددالس ښار بریدکونکي پخپله ځان وژلی دی
پر پولیسوباندي تر وژونکوفیرونو وروسته د امریکا ددالاس ښار یوه شکمن بریدکونکي پخپله ځان وژلی دی. ډیرو رسنیو خبر ورکړی دی چي هغه په خپلي وسلې سره ځان ویشتلی او وژلی دی. هغه چي د فیرونو په تبادله کي ډیر پولیس وویشتل، ویلي وه ،چي په ښار کي یې ډیر بمونه ځای پرځای کړي دي. خو تر اوسه پوري هیڅ بم ندی پیدا سوی. دغه پیښه د پولیسو د تشدد په مقابل کي د یوې مظاهرې پر وخت رامنځته سوه.
ستولتنبیرگ: د روسیې سره باید د خبرو کوښښ وسي
په شرقي اروپا کي د ځواکونوپر پیاوړي کیدو سربیره ناټو کوښښ کوي د روسیې سره خبري اتري پر مخ بوزي. د ناټو عمومي منشي یېنس سټولتنبیرگ اعلان کړی دی چی سوړ جنگ ختم سوی او یو تاریخ گرزیدلی دی او هغه نباید تکرار سي. ستولتنبیرگ په وارسا کي وویل،چي ناټو باید د «مسکو سره د عاقلانه خبرو د مخته بیولو»کوښښ وکړی،پدې خاطر هم چي نظامي سؤ تفاهم له منځه ولاړ سي. په وارسا کي نن او سبا د ناټو سرمشریزه جوړیږي.
جرمني ته سږکال لږ مهاجرين راغلي دي
د سږعیسوي کال په لمړیو شپږو میاشتو کي په جرمني کي ۲۲۰۰۰۰ مهاجرین ثبت سوي دي. لکه څنگه چی د کورنیوچارو وزارت خبر ورکړی دی،د جون په میاشت کي فقط ۱۶۳۰۰ مهاجرين جرمني ته راغلي دي. د فبروری په یوه میاشت کي لا د بلکان د لاري تر تړل کیدو مخکي ۶۱۰۰۰ مهاجر راغلي وه. تر ټولو ډیر بیاهم سوریایي، افغاني او عراقي مهاجرين راغلي دي.
عراق: پر شیعه زیارت کونکو باندي په حمله کي ډیر کسان وژل سوي دي
په عراق کي پر شیعه زیارت کونکو باندي په یوه حمله کي د تازه معلوماتو پراساس لږترلږه ۳۵ کسان وژل سوي دي. لکه څنگه چي پولیسو خبر ورکړ،نور ډیرکسان زخمیان سوي هم دي. یوه ځانمرگي بریدکونکي لمړی د زیارت په مخکي ځان هوا ته والوزاوه او بیا ډيرو مسلحو کسانو فیرونه شروع کړل. اسلامی دولت ډلي ددغه برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
حیدر ال عبادي څو تنه لوړرتبه امنیتي قومندانان گوښه کړي دي
د عراق د پایتخت بغداد په یوه مشهوره مارکيټ کی تر سختي حملې وروسته صدراعظم حیدر العبادي څو تنه لوړرتبه امنیتي قومندانان برطرفه کړي دي. عراقي ټلویزون رپوت ورکړی دی،چي دهغې جملې څخه د بغداد دقول اردو قومندان او همدارانگه نورو امنیتي او استخباراتي ارگانونو قومندانان او آمرین برطرفه سوي دي. په یوه موټر بمي چاودنه کي تیره یکشنبه د بغداد په یوه مارکیټ کي تقریبأ ۳۰۰ انسانان وژل سوي وه.
روسیه او چین په جنوبي کوریا کي د امریکايي راکټي دفاعي سیسټم د جوړیدو مخالف دي
تر چین وروسته روسیې هم په جنوبي کوریا کي دپلان سوي امریکايي دفاعي راکټي سیسټم په مقابل کي سخت احتجاج کړی دی. مسکو دهغه د خرابو عواقبو څخه خبرداری ورکړی اوویلي یې دي،چي دغه سیسټم کیدلای سي د سیمي او ټوله جهان ثبات د خطر سره مخامخ کړي. واشنگټن او سیؤل غواړي د شمالي کوریا تکراري تهدیدونو ته په کتلو سره په جنوبي کوریا کي یو پرمخ تللی راکټي دفاعي سیسټم نصب کړي.