له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په اتریش کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې لغو شوې
په اتریش کې د اساسي قانون د څار محکمې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ټاکنې لغوه کړي دي. د دغې محکمې مشر گیرهارت هولڅینگر ویلي دي چې دغه پریکړه به په پر قانون ولاړ دولت او دیموکراسۍ باندې د باور په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. عوامپاله گوند FPÖ چې کاندید یې په کم توپیر ټاکنې بایللې وې د ټاکنو پایلې پرضد د بې نظمۍ او گډوډیو له کبله دعوا وکړه.
د استانبول برید کوونکي په ظاهري توگه بهرنیان ول
د ترکیې د استانبول ښار په اتاترک هوایي ډگر کې د چاودنوو وروسته، پولیسو د ترهگر سازمان «اسلامي دولت» د شکمنو پلویانو پر ضد گامونه اخیستي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۱۳ تنه په استانبول کې نیول شوي دي او نور نهه شکمن کسان د ایزمیر په ښار کې نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې دغو کسانو په سوریه کې د داعش له جنگیالیو سره اړیکي لرلي دي.
د آلمان د دفاع وزیره ترکیې ته تللې
د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیرلاین د خپلو ځواکونو سره د ملاقات له پاره د ترکیې انجیرلیک هوایي ډگر ته رسیدلې ده. د آلمان د دفاع وزارت په وینا هغه به د خپل ترکي سیال سره د سیاسي خبرو اترو د تر سره کولو په موخه انقرې ته سفر وکړي. د آلمان پوځ د انجیر لیک په هوایي ډگر کې چې د سوریې له پولې څخه ډير لیرې نه ده، د داعش پر ضد نړیواله مبارزه کې برخه لري.
په اروپا کې د بې روزگارو په شمیر کې کموالی راغلی دی
د اروپا د کار په بازار کې د می میاشتې راهیسې یو څه ښه والی راغلی دي. لکه څرنگه چې د یورو شتات احصایې ادارې خبر ورکړی دی، د یورو زون او اروپایي اتحادیه کې د بې روزگارۍ په کچه کې ۰،۱ سلنه کموالی راغلی دی. دغه کچه د یورو اسعارو د اتحادیې په ۱۹ هیوادونو کې ۱۰،۱ ته راټیټه شوې چې په تیرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټه ده.
په بنگله دیش کې یو هندو وژل شوی دی
په بنگله دیش کې د یو شمیر قتلونو لړۍ چې مذهبي انگیزه لري، ادامه لري. اوس تندلارو اسلامپالو یو هندو پنډت په جنیایده کې وژلی دی. لکه څرنگه چې ځایي پولیسو خبر ورکړی دی نا معلومه وسله والو چې پر موټرسایکل سپاره ول، دغه کس په ډزو ویشتی دی. زیاته شوې ده چې دغه پنځوس کلن ځای پر ځای سا ورکړې ده.