له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
لیتوانیا په عراق کې د داعش پر ضد مبارزه کې برخه اخلي
لیتوانیا غواړي چې په عراق کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلاف په ماموریت ته۳۰ عسکر ورکړي. د لیتوانیا پارلمان دغو ځواکونو ته د ۲۰۱۶م کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۱۷م کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې د یوه روزنیز ماموریت د تر سره کولو د اجازې پرېکړه هم تصویب کړه. د دغه هیواد د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په دغه ماموریت کې به پوځي روزونکي او ملکي مامورین ونډه ولري.
په آلمان کې په ماشوم زیږیدو کې ډېرښت راغلی دی
په آلمان کې د زیاتو ماشومانو د زیږیدنې دود همداسې ادامه لري. لکه څرنگه چې د آلمان د احصایې فدرالي ادارې خبر ورکړی دی په تیر کال ۷۳۸۰۰۰ ماشومان زیږیدلي دي چې له هغې څخه د یوه کال تر مخه ۲۳۰۰۰ یا ۳،۲ سلنه زیات دي. په دې سره له ۲۰۰۰م کال وروسته د ماشومانو د زیږیدنې شمیر خپل لوړ شمیر ته رسیدلی دي. خو په عمومی توگه د انسانانو د مړینی په کچه کې هم زیاتوالی راغلی دی.
په کابل کې دوو ځانمرگو سخته مرگ ژوبله اړولې
په کابل کې دوو درنو چاودنو د وروستیو رپوټونو له مخې ۳۰ تنه وژلي او نور ۴۰ یې ټپیان کړي دي. دغه برید د افغان امنیتي ځواکونو پر کتار شوی نو زیاتره قربانیان هم دوی دي. تر اوسه د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د امنیتي ځواکونو کتار ته څیرمه دوو ځانمرگي برید کوونکو خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی. د طالبانو ویاند د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. افغان ولسمشر دغه برید د یوه جنایت په توگه غندلی.
بوریس جونسن نه غواړي چې د بریتانیا صدراعظم شي
د لندن پخوانی ښاروال بوریس جانس نه غواړي چې د بریتانیې د تلونکي صدراعظم ډیویډ کېمرون د ځای ناستي په توگه ځان کاندید کړي. دغه خبره نوموړي محافظه پاله سیاستوال په لندن کې کړې ده. هغه له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانې د وتلو یا بریکزټ د کمپاین مشري کوله. دا چې ډیری بریتانویانو له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په پلوۍ پریکړه وکړه نو له دې کبله جونسن باندې ډیر سخت انتقاد وشو.
په ترکیه کې د چاپو په ترڅ کې ۱۳ کسان نیول شوي دي
د استانبول پر هوایي ډگر باندې د یرغل دوې ورځې وروسته د رسنیو د رپوټونو له مخې پولیسو په استانبول او همداشان په ساحلي ښار ایزمیر کې د تندلارو د احتمالي شبکو پر ضد اقداماتو باندې پېل کړی دی. زیاته شوې ده چې ځانگړې کوماندو د ښار په ډیر شمیر ناحیو کې څو چاپې وهلی دي چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه نیول شوي دي. ترکي چارواکي داسې شک کوي چې دغه برید د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش له لوري تر سره شوی دی.
په سوماليا کې چاودني اتلس تنه وژلي دي
د سومالیې په لافوله، نومې ښار کې د یوې چاودنې له کبله د پولیسو په وینا ۱۸ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې له لیرې څخه کتنرولیدونکي بم ته هغه وخت انفجار ورکړل شوی چې یو له سپرلیو څخه ډک مني بس له دغه ځای څخه تیریده. لا تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي. خو د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په تیر وخت کې دغسې بریدونه د تندلارې ډلې الشباب له لوري تر سره شوي دي.