له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
کمرون استعفا ورکړه
له هغه وروسته چي بریتانویانو له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په پلوۍ رای ورکړه، د دغه هیواد لومړي وزیر ډیویډ کمرون له اکتوبر میاشتې څخه د خپلي دندې د استعفا اعلان وکړ. کمرون وویل چې دې به درې میاشتي نور پر دنده پاته شي. د هغه په خبره له اروپایي اتحاديې څخه بریتانيا د وتلو په هکله خبري اتري به نوی لومړی وزیر وکړي.
د بریتانيا د پریکړي په هکله د آلمان غبرگون
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو تر پریکړې وروسته د زغم او هوښیارۍ څخه د کار اخیستو خبره کړې ده. هغې ویلي دي چې گړندۍ او ساده پریکړي باید و نه شي. هغې نننۍ ورځ د اروپا او د اروپا د یووالي پروسې له پاره د یوه درز په توگه یاده کړې ده. د آلمان مرستیال صدراعظم زیگمار گابرایل نن ورځ د اروپا له پاره د یوې خرابې ورځې په توگه یاده کړې ده. نورو سیاستوالو هم غبرگون ښوولی
کویټه کې چاودنې درې تنه وژلي دي
د پاکستان په سویل لویدیځ ښار کویټه کې د پولیسو په وینا یوې بمي چاودنې لږ تر لږه درې تنه وژلي او۳۲ نور يې ټپیان کړي دي. ویل شوي دي چې چاویدونکي مواد په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي ول چې د سودا رانیولو یوه ځای کې درول شوی وو. د پولیسو یوه ځايي جگپوړ چارواکي چوهدري منظور د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي دغه چاودیدونکي مواد چې کلیوگرامه وزن درلود.
په کلفورنیا کې لگیدلی اور لا هم نه دی کنترول شوی
د امریکا متحدو ایالاتو په لویدیځ کې د ځنگل اور لا هم نه دی کنترول شوی. د اور وژني عملې په وینا د کلفورنیا ایزابیلا جهیل ته څیرمه سیمه کې ۸۰ کورونه سوځیدلي دي او۱۵۰۰ نور له خطر سره مخامخ دي. داسې اټکل کیږي چې اور د پنجشنبې په ورځ د نامعلوم علت له کبله لگیدلی وو ۲۰۰۰ هیکتاره ځمکه يې لاندي کړې وي. گرمي څپې د ژغورني عملې چاري لا پسې له خنډ سره مخامخ کړي دي.
د کولمبیا له پاره تاریخي اوربند لاسلیک شو
په کولبمیا کې حکومت او کیڼ اړخه چریکي سازمان «فارک» د څو لسیزو شخړي د ختمولو پر سر راضي شوي دي. د کولمبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس، د فارک له مشر رودریگو لندونو الي یاس، سره د اوربند تاریخي تړون لاسلیک کړ چې د دواړو اړخونو تر منځ دښمنۍ ته د پای ټکی ږدي. دغه تړون د سولي خبرو اترو د وروستۍ نقطې په توگه انگیرل کیږي. خو په پام کې ده چې تر مخه په اړه یو ملي ریفرنډم تر سره شي.