له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د اردن پر پوځ ترهگر بريد مرګ ژوبله اړولې
د سوریې پولي ته څيرمه د اردن پر پوځ د ترهګر برید په پایله کې ۶ عسکر یا پوله ساتونکي وژل شوي دي. د اردن پوځ ویلي دي چې په رکبان سیمه کې د سوریايي مهاجرو یوه کمپ ته نزدې سهار وختي په یوه موټر کې بار چاودیدونکي توکي چاودلي دي. زیاته شوې چې برید کوونکي د سوریې د سرحد له لارې اردن ته داخل شوي ول. تر دې وروستیو دا روښانه شوې نه وه چې د برید تر شا د چا لاس دی.
په هلمند کې مسافر تښتول شوي
وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ یو شمیر هغه مسافر چې له کندهار څخه هرات ته روان ول، په هلمند ولایت کې تښتولي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل چې د تښتول شمیر ۲۵ تنو ته رسیږي او ټول نارینه دي. ده وویل چې ښايي دغه کسان مارجې ولسوالۍ ته بیول شوي وي. خو د طالبانو ویاند د تښتول شویو شمیر ۲۷ ښوولی. ده د تویتر د خپلې پاڼې له لارې ویلي چې تښتول شوي د افغانستان دولتي کارکونکي دي.
سعودي ته د مصر د ټاپوګانو سپارل لغو کړل شول
د مصر سترې محکمې سعودي عربستان ته د سره سمندرګي د دوو ټاپوګانو پلان شوي ورکړه بې اعتباره اعلان کړې. په پلازمینه قاهره کې یوه قاضي وویل چې د خلیج د دغه سلطنت سره د مصر اړوند تړون باطل شوی دی. ده زیاته کړه چې د تیران او صنافیر ټاپوګان باید د مصر تر حاکمیت لاندې پاتې شي. د مصر حکومت په اپریل میاشت کې اعلان کړې وو چې دغه دوې جزیرې به سعودي عربستان ته وسپاري. د دې پریکړې پر ضد ډير احتجاجونه هم شوي ول.
پر ناټو د ځان په وسلو سنبالولو نیوکې رد شوې
د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبیرګ په ختیځ کې د دې سازمان په وسلو د ځان سنبالولو په اړه نیوکې رد کړې. هغه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې ناټو د ترنګلتیا د پراخیدو د مخنیوي کوښښ کوي. نوموړي زیاته کړه خو روسیې «د تیري» پالیسي خپله کړې او په پوځي زور یې په اروپا کې پولې تغیر کړې. ستولتنبیرګ وویل چې په پولند او د بالتک په درو هیوادونو کې پلان شوی دوريي ماموریت یوازې «محدود پوځي حضور» دی.
یوه ۱۹ کلن بریتانوي غوښتل ترمپ ووژني
په امریکا کې د هغه بریتانوي په اړه پلټنې پیل شوي چې غوښتل یې د ولسمشرۍ د جمهوري غوښتونکو کاندید دونالد ترمپ ووژني. د نیوادا ایالت د محکمې په رپوټ کې ویل شوي چې ۱۹ کلن مایکل ایس د د شنبې په ورځ د لاس ویګاس په یوه قمارخانه کې د ترمپ د ټاکنیزې غونډې پر وخت د یوه امنیتي ساتونکي څخه د وسلوې د اخیستو هڅه وکړه تر څو پرې نوموړې سیاست ووژني. ده وویل خاص د ترمپ د وژلو په هدف له کلیفورنیا څخه دلته راغلی وو.