له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د مصرۍ الوتکي دويم توربکس هم وموندل سو
کارپوهانو د هغې مصرۍ الوتکي دويم تور بکس هم په مديترانه کي موندلی، چي په می مياشته کي لوېدلې وه. دا د هغه وروسته چي تر مخه د دغې الوتکي لومړی توربکس چي ږغونه ثبتوي وموندل سو. اوس موندل سوی دويم توربکس هغه آله ده چي د الوتنې پر وخت د الوتکي تخنيکي تفصيلات ثبتوي. د ځانګړي مصري کميسيون له خوا ويل سوي چي دويم توربکس پر څو ټوټو مات سوی، خو دوی يې ټولي مهي برخي موندلي دي.
جو کاکس ګواښل سوې وه
د بريتانيې د کارګر ګوند سياستواله جو کاکس چي يوه ورځ مخکي په ډزو او د چړو په وارونو کي ووژل سوه، ورته څو مياشتي ترمخه لا ګواښونه سوي ول. پوليسو ويلي چي د هغه وروسته چي دغي سياستوالي د ګواښونکو برېښناليکونو څخه شکايت وکړ، نو په تړاو يې يو سړی ونيول سو او ورته اخطار ورکول سو. خو پوليسو ويلي چي هغه وخت څارل سوی کس هغه نه دی چي د پنجشنبې په ورځ د جو کاکس د وژني په ترڅ کي ونيول سو.
امريکايي دپلوماتانو د سوريې پر سياست نيوکي کړي
تر پنځوسو زياتو امريکايي دپلوماتانو د سوريې په تړاو د خپل حکومت پر سياست نيوکي کړي دي. په دې ترڅ کي تر ۵۰ څخه زياتو دپلوماتانو د خپل هيواد حکومت ته يو احتجاجي ليک لېږلی دی. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند جان کېربي د دا ډول يو ليک د رسېدو پخلی کړی دی، خو د ليک د متن په تړاو يې معلومات نه دي ورکړي.
عراق: د فلوجې پر حکومتي ودانۍ حکومتي بيرغ ولګول سو
د عراق حکومتي ځواکونو د څلورو اونيو جګړې وروسته د داعش څخه د فلوجه ښار حکومتي ودانۍ نيولې ده. د عراق پوځ ويلي دي چي ځانګړو عسکرو يې د داعش وسله وال له دغې ودانۍ پر شا وتمبول. زياته سوې چي داعش هيڅ سخت مقاومت نه دی کړی. پوځ ويلي چي د فلوجې پر حکومتي ودانۍ يې حکومتی بيرغ درولی دی. ويل سوي چي حکومتي ځواکونو يو روغتون هم نيولی دی.
د کريميا د الحاق له کبله پر ځايي حکومت بنديزونه تمديد کړل سول
اروپايي اتحاديې د کريميا د الحاق په موضوع کي پر دغه سيمه د لګول سوو بنديزونو موده تر يو بل کال پوري تمديد کړه. په دې توګه سره به د اتحاديې مسافر وړونکي لوی بېړۍ د دې وروسته هم د دې اجازه ونه لري چي له اوکراين څخه د بيلي سوي سيمي اوبو ته ولاړي سي. د دې تر څنګ د صادراتو او پانګه اچونې بنديزونه به تر ۲۰۱۷ کال پوري ميعاد ولري. دغه بنديزونه په مستقيمه توګه پر کريميا او د دغې سيمي د ځايي حکومت پر ضد دي.