له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
م.م. : د ايزيديانو ولس وژنه بايد ودروله سي
د ملګرو ملتونو د يوه ځانګړي کمېسيون په وينا داعش د ايزيديانو پر ضد د اولس وژني او ځينو نورو جنګي جنايتونو څخه کار اخلي. دغه کمېسيون له نړيوالو څخه غوښتي دي چي په عراق او سوريه کي د دغه اقليت د اولس وژنې مخه دي بالآخره ونيسي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا مؤظف سوي دغه کميسيون ويلي دي چي ايزيديان د داعش د نه منلو وړ ظلمونو سره مخامخ دي.
روسيې په حلب کي دوې ورځي اوربند اعلان کړ
د روسيې د وړانديز له مخي د سوريې په جګړه ځپلي لوی ښار حلب کي به د دوو ورځو له پاره ډزبندي وي. په ماسکو کي د دفاعي چارو وزارت اعلان کړی دی چي دغه ډزبندي به له نيمي شپې څخه پېل سي او دوې ورځي به دوام وکړي. خو ياد وزارت نور تفصيلات نه دي ورکړي. زياته سوې چي د دمشق په باندنۍ سیمه درايا کي مخ په وړاندي هم ډزبندي قايمه ده او تر زیاتي اندازې ورباندي عمل کيږي.
شپروګين د شر اچونې په تور له فرانسې خارج کړل سو
د فرانسې هيواد د اېکزاندر شپروګين په نوم يو روسی وګړی له فرانسې خارج کړی دی. پر دغه کس تور دی چي د فټبال د هغو روسي مينه والو مشري په غاړه لري چي په فرانسه کي په اخ و ډب او شراچونه تورن دي. د فټبال د اروپايي جام د سياليو په ترڅ کي د روسيې او انګلستان تر منځ د لوبي په ورځ سخت اخ و ډبونه او تاوتريخوالی رامنځ ته سو.
يُنکر: برېکزيټ به د اروپايي اتحاديې مرګ نه وي
د اروپايي کميسيون رئيس ږان کلاودې يُنکر ويلي دي چي که بريتانيه له اروپايي اتحاديې ووزي، نو دا به د اروپايي اتحاديې د مرګ د فيصلې معنا ونه لري. نوموړي د روسيې په سانکت پېترسبورګ کي د نړيوال اقتصادي فورم په ترڅ کي زياته کړې چي له اروپايي اتحاديې د بريتانيې احتمالي وتنه به د دواړو اړخونو له پاره د زياتو غيريقينيو د رامنځ ته کېدو لامل سي، خو د دغو د نه رامنځ ته کېدو له پاره به ډيري هڅي وسي.
ديميزېر: ديپورتونه بايد چټک سي
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي د نه قبول سوو مهاجرو په بېرته لېږلو کي شته خنډونه بايد ختم کړل سي. نوموړي راينشه پوست نومي ورځپاڼي ته ويلي دي چي اوس هم ډاکټران و پناه غوښتونکو ته داسي سندونه ورکوي چي ګواکي هغوی ناروغ دي او د بېرته ديپورتولو نه دي، حال دا چي هغوی روغ وي.