له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
آلمان په سوریه کې د خپلو ځانګړو ځواکونو شتون رد کړ
د آلمان د دفاع وزارت د سوریې د حکومت هغه تورونه رد کړي چې آلماني ځانګړي ځواکونه د هیواد په شمال کې په دنده بوخت دي او په دې توګه د دغه هیواد ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي. د رویترز خبري آژانس د وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي: «دا تورونه ناسم دي.» د سوریې رسنیو رپوټ ورکړې چې د سوریې حکومت په عین العرب او منبج ښارونو کې د فرانسوي او آلماني قطعاتو پر شتون شدید اعتراض کړی او د «اشغال» په توګه یې غندلی.
اوباما پر دونالد ترمپ سختې نیوکې کړي
په اورلنډو کې تر خونړي برید وروسته په امریکا متحدو ایالاتو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه سیاسي بحثونه لا پسې تاوده شوي دي. بارک اوباما د جمهوري غوښتونکو پر احتمالي کاندید دونالد ترمپ امریکا ته د مسلمانانو پر سفر د عمومي بندیز لګولو د غوښتنې له امله سختې نیوکې وکړې. هغه وویل دا ډول غوښتنې امریکا لا پسې ناامنه کوي او د داعش هغه ادعاوې قوي کوي چې وايي لویدیځ له مسلمانانو نفرت کوي.
له اروپايي ټولني وتل تاوان لري
د بریتانیا د مالېې د وزیر جیورج اوسبورن په خبره به د اروپایي ټولنې څخه وتل د وګړو په زیان تمام شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که دا ګام به پانګه اچونې، د هیواد اقتصاد او کورنیو ته زیان ورسوي. ده وویل چې د اروپايي ټولنې څخه د وتلو په صورت کې مالیې لوړې او د عامه خدماتو لګښوته باید راټیټ کړل شي. په بریتانیا کې د اروپايي ټولنې څخه د وتلو یا پاته کیدو پر سر ریفرنډم د جون پر ۲۳ نیټه ترسره کیږي.
ناټو: روسیه باید له اوکراین څخه خپل عسکر وباسي
ناټو پر روسیه غږ کړې چې له اوکراین څخه خپل عسکر وباسي او د دغه هیواد په ختیځ کې دې د بیلتون غوښتونکو له پوځي ملاتړه لاس واخلي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ په بروکسل کې د دې سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې روسیه په تکراري ډول د نړیوالو په زیار د اوربند د رامنځته شوي تړون څخه سرغړونه کوي. ده وویل دغه هیواد پر دې سربیره د اوکراین سره د سرحد په اوږدو کې زیات شمیر عسکر ځای پر ځای کړي.
په وینزویلا کې د خوراکي موادو پر کمښت مظاهرې
په وینزویلا کې د خوراکي موادو د کمښت له کبله يووار بیا چور و چپاول شوی او د سوسیالي ګوند په پاخه سنګر کې هم احتجاجونه شوي دي. د اپوزیسیون د معلوماتو له مخې په کاراکاس او کومانا کې مظاهره کونکو د«موږ وږي یو» نعرې وهلې. د اپوزیسیون د یوې سیاستوالې په حواله په دې ترڅ کې د کومانا په ساحلي ښار کې یو تن ووژل شو. په دې توګه د دوامداره ناکراریو له امله یوازې په دې میاشت کې تر اوسه ۴ انسانان وژل شوي دي.