له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
روسیه په موقتي توګه په سوریه کې هوايي بریدونه دروي
د آلمان د خبري آژانس په حواله د روسیې هوايي ځواک په پام کې لري د سوریې پر یاغي ډلو خپل بریدونه د لنډې مودې له پاره و دروي. په دې توګه معتدل یاغیانو ته وخت ورکول کیږي څو د النصره جبهې له جهادیانو څخه ځانونه جلا کړي. د روسیې دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې په دې تیرو ورځو د یو شمیر وسله والو ډلو له روسیې څخه تر هغې د هوايي بریدونو د درولو غوښتنه کړې څو دوی خپلې لیکې له افراطیانو څخه جلا کړي.
د لیبیا ساحل ته څيرمه ۷ تنه مهاجر ډوب شوي
د لیبیا ساحل ته څيرمه د مهاجرو د یوې کښتې د ډوبیدو له کبله لږ تر لږه ۷ انسانان وژل شوي. د اېتالیا سمندري ځواک له خوا ویل شوي چې تقریباً ۵۰۰ تنه ژغورل شوي دي. زیاته شوې چې دغه تر خپل حده زیاته کډه کښتۍ په ناڅاپي توګه اوښتې ده. ژغورونکې د څرخي الوتکو په مرسته ډيرې مهاجر له اوبو څخه را ایستلي.
لیبرمن د اسرائيلو د دفاع وزیر ټاکل شوی
د اسرائیلو پخوانی د بهرنیو چارو وزیر اویدګور لیبرمن ددغه هیواد د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی. د نوموړې ملتپال ګوند د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو له لیکود ګوند سره ائتلاف کې د شاملیدو پر سر سلا شو. د دغه افراطي ګوند یو بل استازی به د مهاجرو وزارت مشري پر غاړه ولري. په حکومت کې د لیبرمن د ګوند په شاملیدو سره به د اسرائیلو پر سیاست د کین اړخو نفوذ ډير زیات شي.
له اروپايي ټولنې سره د مهاجرو تړون د لغو کېدو ګواښ
ترکیې له اروپايي ټولنې سره د مهاجرو پر سر د شوي تړون عملي کول د خپلو وګړو له پاره د ویزې په برخه کې په آسانتیاو پوري تړلی دی. ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې که چیرې اړوند مذاکرات پرمختګ ونه کړي نو د ترکیې پارلمان به دا تړون تصویب نه کړي. نوموړي په استانبول کې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو په سرمشریزه کې وویل چې سربیره پر دې اروپایي ټولنې تر اوسه ژمنه شوې پیسې هم نه دي حواله کړي.
«له مصر سره د وسلو تجارت له بندیزه سره سره روان دی»
د بخښنې د نړیوال سازمان يا امنستي انترنیشنل، د یوه رپوټ په حواله د اروپايي ټولنې تقریباً نیمايي هیوادونو مصر ته د وسلو پر ورکړه بندیز په نظر کې نه دی نیولی. د بشري حقونو د دې ټولنې له خوا ویل شوي چې د ۲۸ غړو هیوادونو څخه ۱۲ اوس هم د شمالي افریقا پر دغه هیواد پوځي تجهیزات پلوري. په دې هیوادونو کې پر نورو سربیره آلمان، فرانسه، اېتالیا او چیک جمهوریت شامل دي.
د آلمان حکومت د ادغام قانون تصویب کړ
د آلمان حکومت د مهاجرو د ادغام قانون تصویب کړ. په دې توګه به کډوالو ته د کار بازار ته ور داخلیدل آسانه کړل شي. خو له بله پلوه به دوی په هغه صورت کې چې بې له کوم مهم علت د ادغام پر دغه تدابیرو عمل ونه کړي او یا د پنا په قضیه کې همکاري ونه کړي، د حکومتي مرستو د کمښت له ګواښ سره مخ وي. صدراعظمه انګلا میرکل دی قانون ته د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.