له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«د هلمند له پاره د طالبانو تش په نامه والي وژل شوی»
د آلمان د خبري آژانس په حواله افغان چارواکو د هلمند ولایت له پاره د طالبانو د تش په نامه والي د وژل کیدو خبر ور کړی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل دغه تن چې د ملا مزمل په نامه یادیده، د خپلو دوو قومندانانو سره د ځانګړو افغان ځواکونو د عملیاتو پر وخت وژل شوی. خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د تویتر له لارې دغه خبر د حکومت له لورې د «پروپاګند» په توګه رد کړی.
د ترکیې نوی لومړی وزیر ریاستي نظام ته لار اواروي
د ترکیې نوی حکومت په پام کې لري په هیواد کې د ریاستي نظام د رامنځته کولو چارې چې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې غوښتنه کوي، ژر تر ژره پيل کړي. نوي لومړي وزیر بینالي یلدرم پارلمان ته د خپلې نوی کابینې د معرفي کولو پر وخت وویل چې په اساسي قانون کې دا باید شامل وي چې ولسمشر د ولس له خوا وټاکل شي. د ولسمشر دغه باوري ملګری او د ترانسپورت پخوانی وزیر له یکشنبې راهیسې د هیواد نوی لومړی وزیر دی.
د ایدومیني کمپ په خالي کولو پیل شوی
د يونان چارواکو نن سه شنبه سهار پر ۶ بجو د ايدوميني مهاجر کمپ د خالي کولو عمليات پېل کړل. دغه کمپ په يونان کي د مقدونيا سرحد ته څېرمه واقع دی. د يونان حکومت وياند ويلي دي چي د دغه کمپ د خالي کولو له پاره امنيتي چارواکي نه دي مجبوره شوي چي له زور څخه کار واخلي.د حکومتي وياند په وينا سرويس موټرونه تيار ولاړ ول چي له دغه کمپ څخه د مهاجرو انتقال پېل کړي.
په مدیترانه کې په زرونو مهاجر ژغورل شوي
په مدیترانه سمندرګي کې تر ۲۶۰۰ زیات مهاجر ژغورل شوي. د اېتاليا او آیرلند سمندري ځواک او همدا راز د بې سرحده ډاکترانو ټولنې له ګڼو کښتیو څخه کابو ۲۰۰۰ مهاجر ژغورلي دي. همدا راز د مالټا هیواد په سمندري حدودو کې هم تر ۶۰۰ زیات مهاجر ژغورل شوي. د بالقان مسیر تر بندیدو وروسته له شمالي افریقا او اېتالتا ترمنځ سمندري لار د هغو مهاجرو له پاره نوی اصلي میسر ګرځيدلې چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي.
اوباما په ویتنام کې د حکومت له منتقدانو سره لیدلي
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویتنام ته د خپل سفر پر وخت د حکومت له منتقدانو سره وکتل. د نظر د آزادۍ له پاره له مبارزه کوونکو فعالانو سره دغه لیده کاته په پلازمینه هانوی کې د ویتنام د دولتي چارواکو تر کلک نظارت لاندې ترسره شوه. اوباما په آخر کې نیوکه وکړه چې ځينې رابلل شوي د بیلا بیلو دلایلو په اساس په لیدنه کتنه کې له برخه اخیستو ایسار کړل شوي.
د ۲۰۱۶م په لومړیو څلورو میاشتو کې د آلمان اقتصاد
د آلمان اقتصاد د ۲۰۱۶م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې وده کړې. په ویسبادن کې د آلمان د احصایې د فدرالي ادارې په حواله د کال په لومړۍ څلورمه برخه کې د هیواد په ناخالص تولیداتو کې د تیر کال د دې مودې په پرتله ۰،۷ سلنه زیاتوالی راغلی. د دې اقتصادي ودې دلایل د شرکتونو له خوا د پانګه اچونې ډيریدل، خرید ته د مصرونکو میلان او د معتدل ژمې یاد شوي.