له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
اولاند: ورکه سوې مصرۍ الوتکه په مديترانه کي لوېدلې
د EgyptAir ورکه سوې الوتکه د مديترانې په سمندر کي لوېدلې ده. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاريس کي د ايليزې په ماڼۍ کي وويل چي دا خبره اوس روښانه سوې چي دغه الوتکه په مديترانه کي لوېدلې او ډوبه سوې ده. د هغه په وينا د دغې حادثې لاملونه تر اوسه نه دي معلوم او هر څه کېدلای سي. د هغه په وينا اوس بايد ټوله توجه د الوتکي د موندلو تلاښ او د قربانيانو د کورنيو او خپلوانو سره غمشريکۍ ته واړول سي.
د ايدوميني په مهاجر کمپ کي اخ و ډب ۶ کسان ژوبل کړي
د ايدوميني مهاجر کمپ په اخ و ډب کي څلور احتجاج کوونکي او دوه پوليس ژوبل سوي دي. د يونان ۹۸۴ نومي راډيو خبر ورکړی چي د ژوبل سوو کسانو زخمونه معمولي دي. د يادي راډيو د راپور له مخي د مهاجرو او پوليسو تر منځ نا آرامۍ ټوله شپه رواني وې، خو د پنجشنبې په سهار وضعه بېرته آرامه سوه.
پوليس په زابل کي خپل ۸ همکاران ووژل
د افغانستان په ناآرامه ولايت زابل کي يو افغان پوليس خپل اته همکاران په ډزو وژلي دي. د دغه ولايت د امنيې قومندان مرستيال غلام جيلاني فراهي ويلي دي چي دغه پېښه په قلات کي رامنځ ته سوې ده. نوموړي د پنجشنبې په ورځ وويل چي بريد کوونکی کس د وسلو او نقليه وسايلو سره يو ځای تښتېدلی دی. د هغه په وينا پېښه د نيمي شپې وروسته پر درو بجو رامنځ ته سوې ده.
يلدريم د ترکيې د نوي لومړي وزير په توګه نومول سوی
د ترکيې له لومړي وزارت څخه د احمد داود اوغلو تر استعفا وروسته اوس د AKP ګوند د هيواد برحال د ترانسپورت وزير بن علي يلدريم د لومړي وزارت له پاره نومولی دی. د ياد ګوند د مشرتابه جرګې دغه ۶۰ کلن کس د ولسمشر رجب طيب اردوغان ملاتړی بلل کيږي، د يوازني کانديد په توګه نومولی دی. د يلدريم د کانديدۍ حتمي پرېکړه به د يکشنبې د ورځي له پاره په پلان سوې د ياد ګوند په عمومي کنګره کي کيږي.
په هلمند کي د آذربايجان يوه الوتکه رالوېدلې ده
د آذربايجان رسنيو د دغه هيواد د چارواکو له قوله لیکلي دي چي د دغه هيواد د «Silk Way» شرکت يوه الوتکه په افغانستان کي رالوېدلې او پکښي احتمالا ۷ کسان وژل سوي دي. د پيښي علت تر اوسه پوري روښانه نه دئ، او دا چي په دقيقه توګه څومره کسان پکښې وژل سوي او د کومو هيوادونو دي هم معلومه نه ده.